د یهودانو پر عبادتځای برید کې څلور کسان وژل شوي

د انځور حقوق AFP
Image caption په وروستیو کې د یو سپیڅلي ځای پر سر د لانجې له کبله بیت المقدس کې ګڼ مرګوني بریدونه او نښتې شوې دي.

په لوېدیځ بیت المقدس کې د یهودانو پر یوه عبادتځای برید کې لږ تر لږه څلور اسرایلیان وژل شوي او اته نور ټپیان دي.

پولیس وايي برید دوو کسانو چې پر یوې تومانچې، چړو او تبرونو سمبال وو کړی دی.

د پولیسو په وینا وسله وال چې د ختیځ بیت المقدس فلسطینیان وو په ډزو وژل شوي دي.

په وروستیو کې د یو سپیڅلي ځای پر سر د لانجې له کبله بیت المقدس کې ګڼ مرګوني بریدونه او نښتې شوې دي.

د اسرایلو لومړي وزیر بینجامین نیتنیاهو ویلي بیت المقدس کې د تېرو شپږو کالو تر ټولو خونړي برید ته به "سخت ځواب وویل شي".

نوموړي په خپله وینا کې وویل:

"دا په ښکاره ډول د حماس ډلې او د فلسطینیانو د مشر محمود عباس د پارونو نتیجه ده چې نړیواله ټولنه یې په نا مسولانه ډول له پامه غورځوي".

فلسطیني سیالې ډلې حماس او فتح (د محمود عباس ډله) سږکال د یووالي حکومت پر جوړولو هوکړه وکړه چې هغه مهال اسرایلیانو دغه پرېکړه وغندله.

د ښاغلي عباس له دفتره خپره شوې اعلامیه کې راغلي:

"موږ د یهودانو پر عبادتځاي شوی برید او د ولسي وګړو وژنه غندي، که تر شا یې د هر چا لاس وي".

حماس او د فلسطینیانو یوې بلې جنګیالۍ ډلې (اسلامي جهاد) د برید ستاینه کړې ده. اسرایلیان دغه دواړه ډلې ترهګر سازمانونه بولي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري ویلي: "د ترهګرۍ کړنې هېڅ جواز نه لري".

د بیت المقدس پر سیمه له سلګونه کلونو راهیسې سیالې مذهبي ډلې لانجه لري.

په تېرو څو اوونیو کې د دوی تر منځ کړکېچ زیات شوی دی چې اصلي لامل یې د (پخواني دېوال) تر څنګ په یوه عبادتځای کې د عبادت حق دی.

د انځور حقوق BBC World Service

مسلمانان دغه ځای ته (الحرام الشریف) وايي او په دې عقیده دي چې حضرت محمد (ص) له همدې ځایه اسمان ته پورته شوی و.

یهودیان یې بیا د ماونټ (غر) عبادتځای بولي او په دې عقیده دي چې په پخوانیو وختونو کې د دوی عبادتځایونو همدلته موقعیت درلود.

له ډېرو مودو روان دود پر بنسټ په دغه ځای کې یوازې مسلمانان د عبادت حق لري خو د نورو مذاهبو خلک کولی شي له دغه ځایه یوازې لیدنه وکړي.

د انځور حقوق BBC World Service

دا مسله دومره حساسه دی چې ان اسرایلیان چې د ۱۹۶۷ کال په جګړه کې یې د بیت المقدس زوړ ښار ونیو نو د دغه سپیڅلي ځای کنترول یې یوې اسلامي مذهبي ډلې ته ورکړ چې تر نن ورځې یې همدا ډله اداره په لاس کې لري.

په وروستیو کې یو شمېر یهودیان په دې اند دي چې دوی ته هم باید په دغه سپیڅلي ځای کې د عبادت حق ورکړل شي خو دغه ډول هڅو د نړۍ مسلمانان غوصه کړي دي.

ورته مطالب