عامر خان پر خپلو ځینو فلمونو پښېمانه دی

د انځور حقوق HOTURE
Image caption عامر خان په خپلې تلویزوني خپرونې کې هم پر دې موضوع خبرې کړې دي.

د هندي سینما مشهور لوبغاړي عامر خان ویلي دی پر خپلو ځینو هغو فلمونو پښېمانه دی چې ښځې په کې په سم ډول نه دي انځور شوي.

د هند په ممبي ښار کې د یو مستند فلم د بازار موندنې پر مهال عامر خان له رسنیو سره په خبرو کې وویل:

"موږ په خپلو فلمونو کې ښځې په سم ډول نه انځوروو. زه په دې پښېمانه او شرمېدلی یم چې ما هم په ځینو دغه ډول فلمونو کې کار کړی دی".

نوموړي زیاته کړه:

"دا د ډېر شرم خبره ده چې زموږ په سینما کې دغه ډول فلمونه جوړېږي. اوس د دې وخت راغلی چې موږ ټول، لوبغاړي، ډایرکټران او لیکوالان له خپلو ځانونو پوښتنه وکړو چې آیا دا کار سم دی؟ آیا موږ خپلو ماشومانو ته د فلمونو له لارې سم تعلیم ورکوو؟"

عامر خان په خپلې تلویزیوني خپرونې (ستیا مې وېجېتا) یا (بریا په ریښتینولی کې ده) کې هم پر دغې موضوع خبرې کړې دي او د دې تر څنګ یې د بازاري سندرو لکه (د دبنګ ۲ فلم سندره چپکا لې سیا فیویوکول سې) پر سر هم نیوکې کړې دي.

پر هندي سینما د عامر خان د ادعاوو په اړه د فلم لوبغاړي او ډایریکټر فرحان اختر ویلي چې هغه د عامر له خبرو سره موافق دی.

د انځور حقوق AFP
Image caption د عامر خان مېرمن او فلم جوړونکې کېرن راو هیله منه ده چې حالت په بدلېدو دی او له پخوا په کې ښه والی راغلی دی.

فرحان له بي بي سي سره په خبرو کې وویل: "داسې سندرې واقعا شرمونکې دي. زه د هغو فلمونو سره هم ستونزه لرم چې د فلم هلک په کې د فلم له نجلۍ سره بد اخلاقي کوي. خلک له دغه ډول فلمونو ناسم پیغام اخلي".

بل خوا د فرحان خور فلم جوړونکې زویا اختر وايي چې د دغه ډول سندرو لپاره لیدونکي هم مسول دي، یوازې هندي سینما مسول ګڼل سم نه دی.

زویا په دې اند ده چې په هندي سینما کې د ښځینه ډایریکټرانو له زیاتوالي سره به په فلمونو کې ښځې په لا ښه ډول انځور شي.

د عامر خان مېرمن او ډایریکټره کېرن راو وايي: "بازاري سندرې بې معنا دي. زموږ په فلمونو کې ډېر پام پر ښکلا او ځلا راغونډ دی او ټول دې ته متوجه وي چې د فلم نجلۍ څومره ښایسته ښکاري. بازاري سندرې هم د دغه ډول فکر ښکارندويي کوي".

خو اغلې کېرن هیله منه ده چې حالت په بدلېدو دی او له پخوا په کې ښه والی راغلی دی.

بل خوا د عامر خان خوریی او د فلم لوبغاړی عمران خان د دوی له خبرو سره موافق نه دی. هغه وايي: "ټولنه کې چې کوم ناسم کارونه روان دي، فلمونه او رسنۍ یې مسول نه دي".

د بازاري سندرو لیکونکی اشیش پنډت وايي:

"د عامر خان د (ستیا مې وېجېتا هی) خپرونې له لیدو وروسته ما دا احساس وکړ چې زما د سندرې موسیقي سمه نه وه خو موږ دغه ډول سندرې د خلکو د تفریح لپاره جوړوو. فلمونه باید ډېر جدي و نه نیول شي. نن سبا د سندرو عمر ۲۰ ورځې وي نو دغه فشار ته په پام سره موږ اړ یو داسې سندرې ولیکو او جوړې کړو چې د خلکو پام ځان ته را واړوي".

اشیش پنډت همدا راز وايي چې دې د دغه ډول سندرو پر لیکلو هېڅ شرم نه کوي. هغه وايي: "په هندي سینما کې ډېره بې رحمانه سیالي روانه ده. که زه دغه ډول سندرې و نه لیکم نو کوم بل څوک به یې ولیکي".

د شاه رخ خان د (هپي نیو ایر) فلم د ډایلاک جوړونکی میور پوري د عامر خان خبرې له سره نه مني.

نوموړی وايي: "داسې ادعاوې کول ناسم کار دی. د هندي فلمونو دنده دا ده چې خلکو ته د تفریح او ساعت تېرۍ فرصت برابر کړي. له دې پرته موږ نور هېڅ مسولیت نه لرو".

بل خوا د (چپکا لې سیا فیویکول سې) سندرې موسیقي جوړونکې جوړه ساجد او واجد د عامر خان له خبرې سره موافق هم دي او له ده خپه هم دي.

دوی وايي عامر خان ته درناوی لري خو په دې خپه دي چې عامر ولې د دوی سندره د خرابو سندرو په لست کې شامله کړې ده.

ساجد واجد دا پوښتنه لري "که عامر خان د ماشومانو او ټولنې په اړه دومره اندېښمن دی نو ده په خپل نوي راتلونکي فلم (پي کی) کې ولې خپل نیمه لوڅ انځور خلکو ته وړاندې کړی دی؟"