دروسي رسنيو نړیوال فعاليت تر څار لاندې

د انځور حقوق NTV

داسې ښکاري چې دکریملین درسنيو نړیوال فعاليت ورځ په ورځ پیاوړی کېږي، په دې وروستیو کې يې دوه نوې رسنۍ پرانیستلې اونورې هم پرلاره دي.

خو د هغوۍ پرتګلارو کره څار هم په زیاتیدو دی.

داسې ادعاوې شته چې وايې دغه روسي رسنۍ په خپلو خپرونو کې انډول نه مراعاتوي او په قصدي توګه غلط معلومات خپروې په دې هڅه چې لوېدیځ سره مقابله وکړي، توپیرونه او درزونه په کې رامنځته کړي.

د نوامبرپر لسمه مسکو کې په یو سترمطبوعاتي مرکزکې، د تلویزیوني خبرونو بحث پاروونکي ویاند، دیمیتري کیسیلېف چې د نن روسيې (RT) د خبري آژانس مشر هم دی، د کریملین نوې نړیواله خبري رسنۍ، سپوتنیک، پرانیستله.

په نظرکې ده چې سپوتنیک رسنۍ په ۳۰ ښارونو کې خبري مرکزونه ولري، سپوتنیک د روسيې غږ رادیو او د نووستي خبري آژانس نوی نوم دی چې اوس د نننۍ روسيې د خبري آژانس یوه برخه ده.

تبليغات

کیسیلېف وویل د دې نوې پروژې هدف به نړیوال مخاطبین وي چې د ده په خبره د تیري کونکي پروپاګند دودولو او یوقطبي نړۍ نه ستړي شوي او یو جلا لرلید غواړي.

خو، هغه لوېدیځ ډېر وغانده او پردولتي تلویزیون يې اوکرايينیان د فاشیستانو په نامه یاد کړل او په دې توګه يې وښودله چې په حقیقت کې کیسیلېف په خپله د تیري کونکي پروپاګند په کاربوخت دی.

د انځور حقوق NTV

د سپوتنیک له پرانیستې نژدې دوه اوونۍ مخکې د کریملین نړیوال ټلویزیوني چینل، چې پخوا د نن روسيې په نامه یادېده، برتانوي لیدونکو لپاره یو ځانګړی خبري سرویس پرانیسته.

مسئولې مدیرې یې، مارګاریتا سیمونیان، وویل چې دا نوی خبري سرویس غواړي د بریتانیا د مسایلو په اړه بحثونه او نوی فکر وړاندې کړي.

په نظرکې ده چې د نن روسيې د خبري رسنۍ بودیجه په ۲۰۱۵ کې ۳۳۰ ملیون ډالرو ته لوړه شي.

دوی ویلي پر انګریزۍ، اسپانوۍ او عربي موجودو ژبو برسیره به په فرانسوۍ اوجرمنۍ ژبوهم خپرونې پیل کړي.

خو، د بریتانیا په خبري رسنیوکې، د نن روسيې دغه نوی خبري سرویس دیولړپراخو انتقادونوسره مخامخ شو.

د لندن د آبزرور ورځپاڼې یو لیکوال، نیک کوهین، د روسيې نوي خبري سرویس د توطیې تیوريو په خپرولو او په خپله خبره په فحاش یا بدلمنه ژورنالیزم باندې تورن کړ.

په همدې ترڅ کې د لندن د ټایمز ورځپاڼې یو لیکوال، اولیورکام، د بریتانیا د خبري رسنیو د چارو تنظیمونکې ادارې، آفکام، نه وغوښتل چې د هغه په خبره د فریبکارانو دغه مرکز پرضد ګامونه پورته کړي.

د وسلې په توګه د رسنیو کارول

د اولیورکام انتظار ډېراوږد نه و. د نوامبر پر لسمه، آفکام، د نن روسیې (RT) خبري رسنۍ په مارچ کې د اوکرايین کړکېچ په اړه د خبرونو خپرولو کې د بې پرېوالي تر پښو لاندې کولو له امله ګناهکاره وبللې.

خو RT دا خبره ونه منله او ویې ویل چې دا رسنۍ له دې نظرسره موافقه نه ده ،او باید د دغسې معمولوغوښتنو بښلې اوسي.

د روسيې د دغه تلویزیوني چینل تېرو سرغړونو ته په کتو سره هغه ته خبرداری ورکړل شو چې که په راتلونکې کې بیا دغسې سرغړونې وکړي، قانوني بندیزونه به پرې ولګول شي، لکه جریمه یا حتی بندېدل او د خپرونو د اجازه لیک لغوه کېدل.

د نن روسيې خبري رسنۍ، RT، د ولسمشر پوتین له نظره د روسيې د هغو هڅو یوه برخه ده چې غواړي د نړیوالو خبرونو په ډګر کې د دوی په خبره، د آنګلو ساکسن د انحصار، مخه ونیسي.

خو، د یو امریکايي ژورنالیست، مایکل ویس او په بریتانیا کې د تلویزیونې خپرونو یو جوړونکي، پیټرپومیرانتسېف، د یو وروستي ریپوټ له مخې، دا د روسيې د سټراټیژۍ یوه برخه ده چې غواړي د غلطو معلوماتو په خپرولو سره د لوېدیځ مقابله وکړي او توپيرونه په کې راپورته کړي.

په دغه ریپوټ کې څرګنده شوې چې کریملین څرنګه له معلوماتو، کلتوراو پیسو د وسلې په توګه کار اخلي.

د انځور حقوق RT

دا ریپوټ د امریکا په متحدو ایالتونو کې د معاصرې روسيې د انسټیټيوت (IMR) ترڅارنې لاندې خپورشوی، چې یوه برخه يې په روسيه کې د تېلو پخواني ستر سوداګر او د ولسمشر پوتین یو مخالف، میخاییل خدرکوفسکي، د کورنۍ د غړو له خوا تمویل شوې ده.

د ریپوټ لیکونکي وايي چې د پخوانۍ کې جې بي ډوله لارو چارو په مرسته، RT غواړي د توطیې تیوريو په کارولو هغه بحثونه چې د واقعیت پربنسټ کېږي، بې ارزښته کړي، او بیا داسې شرایط رامنځته کړي چې کریملین په کې وکولاې شي خپل غلط معلومات پرمخ بوځي او په مهمو وختونو کې حالات تت او ناروښانه کړي.

د مثال په توګه، RT په خپلو جعلي ریپوټونو کې ویلي وو چې یهودي ضد هڅو له امله یهودان له اوکراینه تښتي او یوې امریکايۍ څېړندویه موسسې د اوکراین ولسمشر پروشینکو ته مشوره ورکړې چې د نورونژادونو خلک وشړي.

ریپوټ داهم وايي چې په جولاې کې د اوکراین په فضا کې د مالیزیايي الوتکې د لویدوپه اړه يې د توطيي تیورۍ په بڼه خپرونې کړې وې.

ویس او پومیرانتسېف وايي له رسنیو دغسې کار اخیستنه په دې معنا ده چې معلومات د وسلې په توګه کارول کېږي.

د نیویارک پوهنتون د نړیوالو چارو پروفیسر، مارک ګالیوتي، هم د روسيې په اړه دغه اصطلاح کارولې ده.

"معلوماتي جګړه"

خو مېرمن سیمونیان ټینګارکوي چې RT د نړۍ له نوروسترو خبري رسنیو سره ډېر توپیرنه لري.

دې د آفکام د پرېکړې په غبرګون کې وویل بي بي سي هم د اوکراین او نورو مسایلو په اړه خپلو ریپوټونو کې بې پرېوالی نه دی مراعات کړی او ګناهکاره ده.

په یوه اعلاميه کې چې د RT پر وېبپاڼه خپره شوې، مېرمن سیمونیان ویلي که له دوه ګونو معیارونو ډډه کېږي نو باید نورې رسنې هم د خپلو فعالیتونو په بڼه کې بدلون راولي.

د یوکریملین پلوه انګلیسي ژبي وېبپاڼې (Russia Insider) په یوې بې نومه مقالې کې پر ویس او پومیرانتسېف نيوکې شوې دي.

په دغو نيوکو کې چې تریوه حده سیاسي نقد او تریوه حده هم شخصي حمله ده، دوی تورن شوي چې ګواکې د داسې یوې ډلې غړي دي چې له روسيې ویرېږي.

داسې ښکاري چې عادي روسان هم دې ته ورته نظریات لري. یوه سروې چې د نومبر پر دولسمه د لیوادا خپلواک مرکز له خوا خپره شوې ښيي چې دروسيې د وګړيو ۸۸٪ باور لري چې د امریکا متحده ایالتونه او نور لوېدیځ هېوادونه د روسيې پرضد پر یوې معلوماتي جګړې بوخت دي.