د ژېړې تبې وختي نښې نوې درملنې ته لار هوارولی شي

د انځور حقوق SCIENCE PHOTO LIBRARY
Image caption دغه ويروس چې د افريقا او لاتينې امريکا استوايي سيمو کې مېشت دی، د يو ډول ژېړي تبې او بډوډي زيانمېدو لامل کېدی شي

يوه څېړنه وايي دژېړې تبې، يوه ساري ناروغي، چې کېدی شي مرګونې وي، د وختي نښو اخيستل يې کېدی شي يوې نوې درملنې او لا غوره تشخيص ته لار هواره کړي.

د امريکا ساينسپوهان چې د "استوايي سيمو له پامه غورځول شويو نارغيو پلاس" جورنال کې يې ليکنه کړې په مکاکس بيزوګانو کې د دغه ويروس کره کتنه کړې، چې په څه د پاسه ۲۰ کلونو کې پر بيزوګانو لومړۍ څېړنه ده.

دوی موندلې چې دغه ويروس څنګه بدن ته زيان رسوي، او د جينونو سيستم یې ګډوډوي.

د روغتيا نړيوال سازمان ويلي دغه څېړنه هڅوونکې ده.

دغه ويروس چې د افريقا او لاتينې امريکا استوايي سيمو کې مېشت دی، د يو ډول ژېړي تبې او بډوډي زيانمېدو لامل کېدی شي، او ډېر يې ينه يا ځيګر په نښه کوي.

د روغتيا نړيوال سازمان وايي که یې درملنه ونه شي نو دغه ويروس ۵۰٪ پرې اخته شوي خلک وژني. هر کال پر دې ناروغۍ د اخته کېدو شاوخوا ۲۰۰ زره پېښې کېږي.

منل شوی درمل نه شته

د کليفورنيا پوهنتون څېړونکو ۲۰ مکاکس بيزوګانو ته ژېړه ناروغي ورکړې، دا چې پايلې يې سره پرتله کړي، د کنټرول ډلې ته یې ويروس او واکسين ورکړ.

دغې څېړنې ويلي د ويروس ۲۴ ساعتونو کې د ژويو ۹۰٪ سلنه لمفاويات، يا د وينې سپينې حجرې په ۲۰ ژويو کې ورک شوي، چې په ناروغيو اخته کېدو سره یې مخامخولی شي.

په کليفورنيا کې مخکښې ليکوالې الهېم مېساوډي ويلي ژېړه ناروغي په انسانانو کې تر خورا وروستي پړاوه پورې نه پېښېږي، او د درملنې لپاره یې هېڅ منلی درمل نه شته، په دې معنا چې وختي تشخيص د ژوندی پاتې کېدا لپاره اړين دی، ځکه چې پر اوبو د بيا سمبالښت او ملاتړ پام لپاره لار هواروي.

دې وويل په لرې پرتو سيمو کې خلکو ته د واکسين رسول، چې اړتيا ورته لري، خورا ننګونکې چاره ده، او هم دا چې دا د ماشومانو او زړو لپاره خوندي نه دی.

څېړنې موندلې چې د وینې سپينو کروياتو زيان په ینه کې له بدلون مخکې پېښېږی، په دې معنا که دا انسانانو ته لېږدي، ډاکټران یې وختي موندلی شي، او د ژوندي پاتې کېدو فرصتونه ښه کېدی شي.