د ۵ میلیونو ناقانونه کډوالو لپاره د بارک اوباما پروګرام

د انځور حقوق b
Image caption د اوباما طرحې هغو پلرونو او مېندو ته چې په ناقانونه ډول امریکا ته راغلي او په امریکا کې یې ماشومان نړۍ ته راغلي د لنډ وخت لپاره به په مشروط ډول د اوسېدو اجازه ورکړي

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د دغه هېواد د کډوالو د نظام په تړاو خپل پروګرام او لاملونه د یوه فرمان په ترڅ کې اعلان کړ.

ښاغلي اوباما په یوې ټلویزیوني وینا کې د دغه هېواد ناقانونه کډوالو ته وویل:'له سیوري را بهر شئ'.

ښايي نژدې ۵ میلیونه ناقانونه کډوال چې په امریکا کې ژوند کوي له نویو بدلونونو سره له دغه هېواده د شړلو او یا خپلو هېوادنو ته د بېرته ستنولو له وېرې خوندي پاتې شي.

د جمهوري غوښتونکو کنګره په دې اړه وايی، ښاغلي اوباما په دغې کړنې سره د ولسمشرۍ له واکونو پښه اړولې ده.

اوس مهال شاوخوا ۱۱ میلیونه ناقانونه کډوال په امریکا کې ژوند کوي.

په روان کال کې امریکا ته له مرکزي او سویلي امریکا د زرګونو ماشومانو ناقانونه ورتګ دغه هېواد له بحران سره مخ کړی دی.

د دغه نوي پروګرام پر بنسټ هغه پلرونه او میندې چې په ناقانونه ډول امریکا ته ورغلي او ماشومان یې د دغه هېواد قانوني اوسېدونکي دي کولای شي د اوسېدو ویزه او د کار کولو درې کلنه اجازه ترلاسه کړي.

هغو میندو او پلرنو چې لږ تر لږه ۵ کاله یې په دغه هېواد کې تیر کړي کولای شي له دغو اسانتیاوو برخمن شي.

ویل شوي د ښاغلي اوباما دفرمان یوازې دغه برخه ۳،۷ میلیونه وګړي له امریکا نه د ایستلو له خطره ژغوري.

د انځور حقوق bb
Image caption اوس مهال شاوخوا ۱۱ میلیونه ناقانونه کډوال په امریکا کې ژوند کوي

جمهوري غوښتونکو ښاغلی اوباما تورن کړی چې په دغه کار سره یې 'عمومي بښنه' اعلان کړې. ولسمشر اوباما پر ده د نیوکه کوونکو په ځواب کې دغه پروګرام یوه 'منځلارې او معقوله' لاره ګڼلې او ټینګار یې کړی چې دغه بدلونونه د عمومي بښنې په معنی نه دي.

هغه کډوال چې جرمي مخینه ولري له دغه هېواده به وشړل شي. او هغه کسان چې غواړي په ناقانونه ډول امریکا ته د ننه شي له پخوانه به له لا سختو تدبیرونو سره مخامخ شي.

ورته مطالب