کډوالي او د امريکا مشرتابه دريځونه

د انځور حقوق Reuters
Image caption ښاغلي اوباما د کډوالۍ قانون د اصلاح په اړه د نومبر پر ۲۱ مه د نيودا لاس وېګس يوه ښوونځي کې هم څرګندونې وکړې

په امریکا کې اوسمهال شاوخوا ۱۱ میلیونه بې اسناده کډوال ژوند کوي چې اکثره یې هسپانوي توکمه خلک دي.

دوی له جنوبي او منځنۍ امریکا د امریکا متحده ایالاتو ته راغلي دي. په دغو ۱۱ میلیونو کې د اسیا، اروپا، او افریقا خلک هم شته خو شمېر یې کم دی.

ښاغلي اوباما د پنجشنبې په ماښام (د نومبر ۲۰ مه) په سپینه ماڼۍ کې د کډوالۍ قانون د اصلاح په اړه یوه ټلویزیوني وینا وکړه او د کډوالۍ سیستم کې یې د اصلاحاتو په اړه د خپل اجرائي فرمان جزئیات اعلان کړل.

د دغه فرمان له مخې به، شاوخوا پنځه میلیونه بې اسناده کډوال وشي کولی چې په لنډمهالي ډول په امریکا کې و اوسېږي، د امریکا پولې به لاټینګې شي او هغه کډوال چې جرمي سابقه لري بېرته به خپلو هېوادونو ته ولیږل شي.

ولسمشر اوباما وویل که چا له پنځو کلونو زیاته موده په امریکا متحده ایالتو کې ژوند کړی وي او اولادونه یې یا د دغه هیواد تابعیت ولري او یا په امریکا کې د دایمي اوسیدو قانوني سند ولري، نو وبه کولای شي چې په امریکا کې د لنډمهالې دورې لپاره د اوسېدو غوښتنليک ورکړي، خو په دې شرط چې له دولت سره نومليکنه کړې وي، د جنایي مخينو ارزونه تېره کړې او د خپلو عایداتو مالیات یې ورکړي وي.

دا فرمان به نه دغو کډوالو ته د امریکا د دایمي اوسېدو اجازه ورکړي او نه به هم د تابعت امتیاز ځکه دا کار یوازې کانګرس کولی شي.

اجرائیوي فرمان د امریکا د کډوالۍ په سیستم کې ستر بدلون نه شي راوستلای، یوازې کانګرس کولای شي چې په قوانینو کې بدلون راولي.

بله دا چې دغه فرمان دایمي قانون نه دي او راتلونکی ولمشر که وغواړي کولی شي لغوه یې کړي.

یوه لایحه هغه وخت قانون کېدای شي او یا هغه وخت په فډرالي قوانینو کې بدلون راوستلای شي، چې د کانګرس دواړو خونو له خوا تصویب او د ولسمشر له خوا لاسلیک شي.

له کانګرس ډډې او اجرائي فرمان ته څه اړتيا وه؟

په٢٠١۰ کال کې د امریکا له منځمهاله ټاکنو راپه دې خوا جمهوري غوښتونکي په ولسي یا د استازو جرګه کې اکثریت دي او تل یې د اوباما د حکومت له خوا د کډوالۍ قانون د اصلاحاتو په اړه وړاندیزونه رد کړي دي.

تېر کال د امریکا مشرانو جرګې د کډوالۍ د اصلاح لایحه تصویب کړه، چې د دواړو ګوندونو ملاتړ یې درلود خو د کانګرس د استازو جرګې یې په اړه کوم اقدام و نه کړ او رايه یې هم پرې ورنه کړه.

د انځور حقوق Getty
Image caption د ولسمشر اوباما د فرمان له مخې، شاوخوا ۵ میلیونه بې اسناده کډوال په لنډمهالي ډول په امریکا کې پاتې کېدی شي

که دغه لایحه د ولسي جرګې له خوا تصویب شوې وای نو د ۱۱ میلیونو بې اسناده کډوالو مشکل ته به یوه دایمي حل لاره پیدا شوې وای.

د سنا د لایحې ځیني جزئیات داسې وو چې بې اسناده کډوال کولی شي د امریکا تابعيت واخلي په دې شرط چې خپله ټاکل شوې جریمه او مالیه ورکړي، انګریزي ژبه زده کړي، د جنایي سوابقو ارزونه تېره کړي او بیا په نوبت کښیني تر څو یې وار راشي.

دیموکراتان فکر کوي جمهوري غوښتونکو د خپلو شخصی ګټو له مخې، نه غوښتل پر دې لایحه رایې ورکړي.

ځیني عوامل يې

  • دا چې په استازو جرګه کې اکثریت جمهوري غوښتونکي وو، ځیني سخت دريځي دي چې د کډوالو د قانون سمولو سخت مخالف دي لکه د ټي پارټی ډله. د دوی په اند هغه خلک چې ناقانونه امریکا ته راغلي او د امریکا قانون یې مات کړی دی، باید له امریکا وشړل شي.
  • دا چې جمهوري غوښتونکو نه غوښتل د دغې لایحې غونډ اعتبار دیموکراتانو ته ورکړي. دوی ښایي دا هم په پام کې نیولی وي چې که د امریکا ۱۱ میلیونه بې اسناده کډوال آخر د امریکا تابعیت واخلي، نو ټول به دیموکراتانو ته رایه ورکړي چې دا د دوی ګوند ته په راتلونکي کې ضرر رسولی شي.

ځیني شنوونکي وایي کېدای شي د ولسمشر دغه اجرایي فرمان د بې اسناده کډوالو دایمي حل وځنډوي ځکه اوس به اوباما نه شي کولی چې له کانګرس سره د دې موضوع په اړه سم کار وکړي. خو اوباما وایي کانګرس ته یې ډېر وخت ورکړی، خو دوی یې په اړه هېڅ هم ونه کړل. د سنا لایحې له تصویبه هم له یوه کال ډېر وخت تېر شوی دی.

جمهوري غوښتونکي ولې اوس په غوصه دي؟

ولسمشر اوباما له یوه کاله راپه دیخو دا ویل چې که د کانګرس د استازو جرګې د کډوالۍ قانون د اصلاح په اړه اقدام ونه کړي نو دی به اجرائي اقدامات وکړي، چې همداسې یې هم وکړل.

ښایي دغه فرمان د دواړو ګوندونو تر منځ په راتلونکو دوه کلونو کې ډېر جنجالونه پیدا کړي او د ولسمشر ډېر پلانونه به له ګواښو سره مخ کړي خو دی وايي له دې پرته یې بله لاره نه درلوده.

جمهوري غوښتونکي بیا دا وایي چې ولسمشر اوباما نه غواړي له کانګرس سره سم کار وکړي او داسي اقدامات کوي چې له صلاحیتونو یې بهر دي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption په امریکا کې اوسمهال شاوخوا ۱۱ میلیونه بې اسناده کډوال ژوند کوي چې اکثره یې هسپانوي توکمه خلک دي

دوی دا هم وایي د ولمسشر د دغه اقدام پر ضد به دوی هم اقدام وکړي. ځیني لا دا هم وایي چې د اوباما دا اقدام د اساسي قانون خلاف او ناقانونه دی.

خو اوباما وایي کله کانګرس ورسره مرسته و نه کړي هغه د یو ولسمشر په حیث دا صلاحیت لري چې د مهمو مسئلو په اړه په خپله اقدام وکړي.

دوی دا هم وایي چې اوباما کانګرس له پامه غورځوي چې دا کار به ورته ډېر سخت تمام شي ځکه له جنورۍ وروسته به جمهوري غوښتونکي د کانګرس په دواړو خونو کې اکثربت وي او اوباما ته به ډېر خنډونه جوړ کړي.

اوباما ولې په کانګرس کې د خپل اکثریت پر مهال دا کار نه کاوه؟

ولسمشر اوباما د خپلې اولې او دویمې دورې ولمشرۍ کمپاینونو کې په وار وار دا ویلي وو چې د کډوالۍ قانون کې به اصلاحات راولي.

خو په خپله اوله دوره کې يې د دې موضوع په اړه هېڅ هم و نه کړل، خصوصا په اولو دوو کلونو کې چې ګوند يې (ډيموکراټان) د کانګرس په دواړو خونو کې اکثریت وو.

پر اوباما دا نیوکه کېږي چې که ده غوښتل د بې اسناده کډوالو په ژوند کې دایمي بدلون راولي نو باید په خپله اوله دوره کې یې د دغې موضوع په اړه کار کړای وای.

خو ښایي اوباما د درې دلایلو له امله دا کار نه وي کړای:

  • لومړی دا چې د اوباما په اوله دوره کې د امریکا اقتصاد ښه نه وو.
  • دویم دا چې په ګوند کې يې هم ځینو د کډوالۍ پر موضوع ورسره اختلاف درلود.
  • دریم دا چې ښایي اوباما د دې لپاره هم دا کار په هغه وخت کې نه وي کړای چې دویمې دورې انتخاباتو ته یې زیان و نه رسېږي او د ځینو خلکو رایې له لاسه ورنه کړي.

دا به وخت ښیي چې دا اجرائي فرمان ښه وو که بد خو یو شی روښانه دی، دا چې له دغه فرمانه ګټه اخیستونکي کډوال به د اوباما دا احسان هېڅ کله هم هېر نه کړي.