اوباما د کډوالۍ په تګلاره کې د سمون دفاع وکړه

د انځور حقوق bb
Image caption د ښاغلي اوباما د فرمان یوازې دغه برخه ۳،۷ میلیونه وګړي له امریکا نه د ایستلو له خطره ژغوري

د امریکا ولسمشر بارک اوباما ژمنه کړې، چې د دغه هېواد د کډوالۍ په تګلاره کې به د بدلون له هوډه لاس په سر نه شي.

نوموړي دا څرګندونې وروسته له هغې کړې، چې د جمهوري غوښتونکي ګوند چارواکو د ده له خوا کابو پینځو میلیونو ناقانونه کډوالو ته د اوسمهالی قانوني جواز د ورکولو لپاره د خپل اجرايي واک پر کارولو غوسه ناک غبرګون وښود.

د امریکا د استازو جرګې جمهوري غوښتونکي مشر جان بوینر وویل، چې د امریکا د کډوالۍ په قانون کې په یو اړخیز ډول د بدلون په راوستو ولسمشر اوباما دا وښووله چې په وینا یې دی د باور وړ نه دی.

نوموړي همدراز وویل، چې د ولسمشر دا ګام به امریکا ته د ناقانونه کډوالو د ورتګ بهیر نور هم وهڅوي او ټینګار یې وکړ، چې جمهوري غوښتونکي به یې پر وړاندې ودرېږي.

ولسمشر اوباما په لاس ویګاس کې د کډوالۍ په اړه د خپلو پلانونو د روښانولو پر مهال پر ښاغلي بوینر له دې امله نیوکه وکړه، چې په استازو جرګه کې یې د کډوالۍ په اړه پر یوې غبرګ ګوندي مسودي باندې له رایې اچونې انکار کړی و.

پر دغې مسودې باندې په مشرانو جرګه کې وار له مخه هوکړه شوې وه، چې هغه مهال یې واکې د ولسمشر اوباما د ډموکرات ګوند په لاس کې وې.

ښايي نژدې ۵ میلیونه ناقانونه کډوال چې په امریکا کې ژوند کوي له نویو بدلونونو سره له دغه هېواده د شړلو او یا خپلو هېوادنو ته د بېرته ستنولو له وېرې خوندي پاتې شي.

د جمهوري غوښتونکي ګوند چارواکو ویلي و، چې ولسمشر اوباما په دې کار له خپلو واکونو تېری کړی.

اوس مهال شاوخوا ۱۱ میلیونه ناقانونه کډوال په امریکا کې ژوند کوي.

د انځور حقوق AP
Image caption جان بوینر وویل، چې د ولسمشر دا ګام به امریکا ته د ناقانونه کډوالو د ورتګ بهیر نور هم وهڅوي

په روان کال کې امریکا ته له مرکزي او سویلي امریکا د زرګونو ماشومانو ناقانونه ورتګ دغه هېواد له بحران سره مخ کړی دی.

د دغه نوي پروګرام پر بنسټ هغه پلرونه او میندې چې په ناقانونه ډول امریکا ته ورغلي او ماشومان یې د دغه هېواد قانوني اوسېدونکي دي کولای شي د اوسېدو ویزه او د کار کولو درې کلنه اجازه ترلاسه کړي.

هغو میندو او پلرنو چې لږ تر لږه ۵ کاله یې په دغه هېواد کې تیر کړي کولای شي له دغو اسانتیاوو برخمن شي.

ویل شوي د ښاغلي اوباما دفرمان یوازې دغه برخه ۳،۷ میلیونه وګړي له امریکا نه د ایستلو له خطره ژغوري.

ورته مطالب