د ايران پراټومي پروگرام هوکړې په تړاو شکونه ډېرشوي

په دې اړه شکونه مخ پر ډېرېدودي،چې د ایران د اټومي پروګرام په اړه دې دوشنبې د ورځې له ټاکل شوي مهالوېش سره سم کومه هوکړه رامنځته شي. په ویانا کې په دې اړه روانو خبروکې یوه امریکايي چارواکي منلې چې دوی اوس پر نورو لارو چارو غور کوي. دغه چارواکي ویلي چې لا هم د هوکړې د رامنځته کېدو هیلې شته، خو د اروپايي ټولنې د پلاوي یوه غړي ویلي چې تر اوسه په دې برخه کې کوم پام وړ پرمختګ نه دی شوی.

د امريکا د متحده ايالتونو د بهرنيو چارو وزير جان کېري وويل دغلته جدي تشې دي چې بايد يوې هوکړې ته ترسېدا دمخه دې ډکې شي.

د جرمني د بهرنيوچارو وزير فرانک والترشتنمير وويل که ايران وغواړي لاهم د پرمختگ چانس شته دى.

په دې برخه کې د بحث تر ټولو مهمه موضوع داده چې راتلونکې کې د ايران د يورانيمو د پخولو اندازه ځانگړې او د ايران پرضد د بنديزونو نرمول وخت وټاکل شي.

د دغې معاملې کېدل به منځني ختيځ کې سياستونه بدل او د جگړې خطرونه لږ کړي.

خو لاهم نه ده معلومه چې آيا دواړه اړخونه به وکولاى شي چې يوې معاملې ته د رسېدا په موخه سختې سياسي پرېکړې وکړي اوکه نه.

ځينې څارونکي وايي ښايي لا ډېروخت ته اړتيا وي.

ورته مطالب