مېسي د ډېروگولونو نوى ريکارډ ټينگ کړ

د انځور حقوق EPA

د بارسلونا بريد کوونکى لیونل مېسي د اسپانیې په لالیګا فوټبال سیالیوکې د زیاتو ګولونو رېکارډ جوړ کړی دی.

دغه ارجینتایني لوبغاړي په وروستۍ لوبه کې د دریو ګولونو په کولو د خپلو ټولو ګولونو شمېر دوه سوه او درې پنځوسو ته رسولی دی.

ليونل مېسي ديارلس کلن و چې له خپل اصلي هېواد ارجنتاين څخه اسپانيا ته لاړ او آن پرهغه مهال په دې اړه شک نه و چې دى يو ځانگړى استعداد لري.

خو هغه د خپل وجود د ودې په برخه کې جدي ستونزې درلودې او د هورمونونو گران بيې درملنې ته يې اړتيا وه چې ارجنتايني کلبونو يې پرې کول رد کړي و.

د انځور حقوق v

برسلونا د هغه د درملنې د پېسو له ورکړې سره هوکړه وکړه او اسپانيا کې يې د هغه د کورنۍ د ځاى په ځاى کېدو لگښتونه ورکړل.

مېسي په خورا چټکۍ د برسلونا د ځوانانو په لوبډلې کې وځلېد او له هغې راهيسې چې له مسلکي لوبډلې سره يوځاى شو يو په بل پسي د اسپانيا او اروپايي فوټبال کې يې ريکارډونه ټنيگ کړل.

ميسي اوس ٢٧ کلن دى او ډېرى حيران دى چې دغه با استعداده او ځواکمن ارجنتاينى بريد کوونکى به نور څومره پرمخ ولاړ شي.

ورته مطالب