د سارک غونډه او د برېښنا شبکې جوړولو پلان

Image caption افغانستان د سارک وروستی غړی هېواد دی او تر ۵۰۰ مېګاواټه ډېره برېښنا واردوي.

د سیمه ایزې همکارۍ لپاره د سوېلي اسیا ټولنې سارک ۱۸مه غونډه د نيپال په پلازمېنه کټمنډو کې ده.

په دغه غونډه کې ولسمشر محمد اشرف غني هم ګډون کوي.

چارواکي وايي تمه ده د سوېلي اسیا هېوادونه په سیمه کې د برېښنا د تولید لپاره د انرژۍ د یوې شبکې جوړولو مهمه هوکړه لاسلیک کړي.

ویل کېږي د سارک (د سیمه ایزې همکارۍ لپاره د سوېلي اسیا ټولنه) غړیو هېوادونو د هوکړې پر متن لا له وړاندې موافقه کړې او تمه ده چې د نیپال په پلازمېنه کټمنډو کې هوکړه هم لاسلیک شي.

د لومړي وزیر نرېندرا مودي په مشرۍ د هند کابینې هم د انرژۍ په برخه کې د همکارۍ پر دغه هوکړې د لاسلیک ملاتړ کړی دی.

د هند د انرژۍ او برېښنا وزارت ویلي (د هوکړې پر بنسټ به په سیمه کې د سارک هېوادونو تر منځ د انرژۍ په برخه کې همکاري لا زیاته شي).

د سوېلي اسیا نږدې ټول هېوادونه د برېښنا د کموالي له ستونزې سره مخامخ دي او په ځینو هېوادونو کې دغه ستونزه خورا جدي ده.

په یوې نوې خپرې شوې ټولپوښتنه کې د برېښنا نشتوالی د افغانستان د محلي خلکو دویمه ستره ستونزه ښودل شوې ده.

افغانستان د ژمي په موسم کې د برېښنا له قطع کېډو سره مخامخ وي او د وګړو یو ستر شمېر یې له برېښنا بې برخې دی.

په وروستیو کلونو کې هند توانېدلی چې د انرژۍ او برېښنا کموالی له ۱۰ نه پنځه سلنې ته را ټیټ کړي خو اټکل دی چې تر ۲۰۳۲ کال پورې به یې د انرژۍ مصرف څلور یا پنځه برابره شي.

کارپوهان وايي په سیمه کې د انرژۍ په برخه کې ډېر کار کېدای شي او د سیمې په کچه د انرژۍ یو شبکه کولی شي د سارک هېوادونو د برېښنا ستونزې کمې کړي.

دغه ډول یوه شبکه د افغانستان په څېر هېواد کې د اوږدې مودې لپاره د برېښنا د قطع کېدو په مخه نیولو کې هم مرسته کولی شي.

که د سوېلي اسیا هېوادونه په ګډه کار وکړي نو کولی شي د یو بل د انرژۍ او برېښنا له امکاناتو په لا ښه ډول ګټه واخلي.

د ۲۰۰۰ کال راهیسې سارک د انرژۍ او برېښنا په برخه کې د سیمه ایزې همکارۍ په تړاو ګڼې څېړنې تر سره کړې دي چې مرکز یې په اسلام اباد کې دی.

خو له دغو څېړنو یو یې هم عملي بڼه نه ده غوره کړې.

د سارک د سږنۍ غونډې کوربه هېواد نيپال د بهرنیو چارو وزارت ویاند خګانات ادیکاري وویل:

"دا تړون توپیر لري ځکه دا به ځینو شخصي او دولتي شرکتونو ته د سیمې هېوادونو تر منځ په قانوني ډول د برېښنا د پېر او پلور حق ورکړي".

د پاکستان حکومت د برېښنا څانګې سلاکار مصدق ملک منلې چې په سیمه کې د برېښنا د ستونزو د کمولو لپاره سیمه ایزه شبکه یوه عملي مفکوره ده.

هند لا له وړاندې په سیمه کې د بوټان، نیپال او بنګله دیش له هېوادونو سره پر پوله د برېښنا د لېږد را لېږد سیستم لري.

خو کارپوهان وايي په سیمه کې د دغې شبکې د لا پراخولو په برخه کې به د هند او پاکستان تر منځ ناثباته سیاسي اړیکې ستره ننګونه وي.

تېر کال ډیلي کې د سارک هېوادونو د برېښنا وزیرانو د لومړنیو خبرو اترو په غونډه کې پاکستان ناسوب و.

بل خوا پاکستان تېره میاشت له افغانستان سره د برېښنا په برخه کې د همکارۍ یوه تړون لاسلیک کړ چې له مخې به یې پاکستان د مرکزي اسیا له هېوادونو برېښنا واردولی شي.

افغانستان د سارک وروستی غړی هېواد دی او تر ۵۰۰ مېګاواټه ډېره برېښنا واردوي.

افغانستان اوسمهال د برېښنا د لاسته راوړلو لپاره د مرکزي اسیا له هېوادونو سره تړونونه لاسلیک کړي دي.