غنچه قوامي په ضمانت خوشې شوې

د انځور حقوق PA
Image caption غنچه قوامي د حکومت ضد تبلیغ په تور په یوه کال بند محکومه شوې وه

غنچه قوامي چې نژدې ۵ میاشتې په ایران کې بندي وه په ضمانت خوشې شوې.

دغه ایرانۍ توکمې بریتانوۍ مېرمن په ضمانت خوشې شوې، چې په تهران کې د نارینه وو د والیبال د یوې سیالۍ د نندارې د هڅې پر مهال نیول شوې وه.

په تهران کې د آزادي په نامه لوبغالی کې د ایران د واليبال ملي لوبډلې د ایټالیا له لوبډلې سره سیالۍ کوله چې دې یې له نژدې نه د لیدلو هڅه کړې وه او ونیوله شوه.

په ایران کې مېرمنې د نارینه وو د لوبو له کتلو منع شوې دي.

ځوانې ایرانۍـ بریتانوۍ فعالې غنچه قوامي په تېر اکتوبر کې د نه خوړو اعتصاب وکړ.

د نیول شوې مېرمنې وکیل ویلي و، داسې اسناد لري چې موکله به یې په زندان کې ټیک یو کال تېروي، خو لا تر اوسه یې په حق کې رسمي حکم نه دی اعلان شوی.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت د غنچې د نیول کېدو په اړه خواشیني ښوولې وه.

د نړیوال قانون پربنسټ، هېڅ هېواد حق نه لري، چې په خپل پلرني هېواد کې د کوم بل هېواد رسمي دیپلوماتیک ملاتړ لرونکي ونیسي او یا یې وساتي.

نوموړې د حکومت ضد تبلیغ په تور په یوه کال بند محکومه شوې وه.

۲۵ کلنه قوامي له لندنه په حقوقو کې سند لري.

ورته مطالب