د ایران پر اتومي پروګرام د خبرو ضرب الاجل وغځول شو

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ویانا کې دوشنبه د روانو خبرو اترو وروستی ورځ وه.

دیپلوماتان وايي په ویانا کې له بې پایلې خبرو اترو وروسته د ایران پر اتومي پروګرام د یوې هوکړې لپاره ټاکل شوی ضرب الاجل د جون میاشتې تر پایه وغځول شو.

د بریتانیې د بهرنیو چارو وزیر فیلیپ هموند ویلي خبرو کې ښه پرمختګ شوی خو "تر ټاکل شوی ضرب الاجل هوکړه شونې نه وه".

د نړۍ شپږ قدرتونه، امریکا، بریتانیا، روسیه، چین، فرانسه او جرمني له ایران سره تېر کال په جینوا کې د شوې لومړنۍ هوکړې د نهايي کولو لپاره پر خبرو بوخت دي.

ښاغلي هموند د ویانا د خبرو په پای کې وویل چې خبرې اترې به په دسمبر میاشت کې بیا پیل شي او موده به یې د ۲۰۱۵ کال تر جون میاشت پورې وغځول شي.

په دغه موده کې به ایران تر ۷۰۰ میلیون ډالرو کنګل شویو شتمنیو ته لاسرسی ولري.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګیو لاروف وویل هغه تمه لري چې د اتومي پروګرام د هوکړې پر "اساسي اصولو" به تر راتلونکو دریو څلورو میاشتو موافقه وشي.

تر دې وړاندې امریکا ایران ته ویلي وو چې د خپل اتومي پروګرام په اړه د خبرو اترو د ننني ضرب الاجل پر غځولو غور وکړي.

چارواکي وايي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري دغه وړاندیز په ویانا کې د خبرو اترو پر مهال خپل ایراني سیال جواد ظریف ته کړی و.

امریکا د ایران هغه وړاندوینه رد کړه چې ګواکې په دې برخه کې له نړیوالو مرکچیانو سره یوې قسمي سیاسي هوکړې ته نژدې شوي دي.

د انځور حقوق AP
Image caption له دې مخکې ایران موافقه کړې وه، چې د لویدیځ له خوا پر ایران د بندیزونو د نرمولو په صورت کې به د یورانیمو د غني کولو چارې محدودې کړي

د امریکا ولسمشر بارک اوباما ویلي وو که د ایران د اتومي پروګرام په اړه هوکړه وشي، دی به خپل ولس او سیاستوال پر دې قانع کړي چې دا یو پر ځای ګام دی.

له بل پلوه د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر لاروینت فابیوس خبریالانو ته ویلي و چې په دې برخه کې لا هم ځینې مهم لانجمن ټکي پر ځای پاتې دي، خو په خبره یې، په اړه به یې خبرې د ټاکل شوي وخت تر پای ته رسېدو روانې پاتې شي.

د امریکا، بریتانیې او فرانسې په ګډون لوېدیځ هېوادونه هڅه کوي چې د دغو خبرو له لارې په پرله پسې ډول پر ایران باندې د لګول شویو بندیزونو د لرې کولو په بدل کې د دغه هېواد اتومي پروګرام کابو کړي.

مخکې له دې په رپوټونو کې راغلي و چې په دې اړه شکونه مخ پر ډېرېدو دي چې د ایران د اتومي پروګرام په اړه دې دوشنبې د ورځې (نوامبر ۲۴) له ټاکل شوي مهالوېش سره سم کومه هوکړه رامنځته شي.

په ویانا کې په دې اړه روانو خبرو کې یوه امریکايي چارواکي منلې چې دوی اوس پر نورو لارو چارو غور کوي.

دغه چارواکي ویلي و چې لا هم د هوکړې د رامنځته کېدو هیلې شته، خو د اروپايي ټولنې د پلاوي یوه غړي ویلي و، چې تر اوسه په دې برخه کې کوم پام وړ پرمختګ نه دی شوی.

یو کال مخکې ایران د نړۍ له شپږو هېوادونو امریکا، بریتانیا، فرانسې، جرمني، روسیې او چین سره موافقه وکړه چې د لویدیځ له خوا پر ایران د بندیزونو د نرمولو په صورت کې به د یورانیمو د غني کولو چارې محدودې کړي.

ورته مطالب