د امریکا په فرګوسن ښار کې تازه بلواوې شوې دي

د انځور حقوق l
Image caption مظاهره کونکو پر پولیسو د ښیښه يي بوتلونو ګوزارنه کول، پولیسو یې پر اوښلن غاز ځواب ورکاوه.

د امریکا په فرګوسن ښار کې وروسته له هغې بلواوې او لوټمار پیل شو چې محکمې د یو تور پوستي زلمي مایکل براون د وژنې په تړاو د یوه پولیس د نه تورنولو پرېکړه وکړه.

مایکل د یوه سپین پوستي پولیس ډرېن ویلسن له خوا د اګست پر نهمه په ډزو ووژل شو چې دغې پېښې مظاهرې را وپارولې.

د پولیسو یوه مشر ویلي د میزوري ایالت په سینټ لویس سیمه کې د تېرې شپې تاوتریخوالی چې د مایکل له مړینې وروسته پیل شوې "ښايي تر ټولو پخوانیو هغو" ډېر ناوړه وي.

د سینټ لویس د پولیسو مشر جان بېلمر وویل بلواګرو نږدې ۱۵۰ ډزې کړې دي.

په دغه سیمه کې چې ډېری اوسېدونکي یې تور پوستي افریقایان دي ډېرو غوښتنه درلوده چې ښاغلی ویلسن دې د وژنې پر تور تورن شي.

خو په محکمه کې له یوه اوږد بحث وروسته منصفه پلاوي چې غړي یې نهه سپین پوستي او درې تور پوستي وو، د تور لګولو سپارښتنه و نه کړه.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما او د مایکل کورنۍ د دوشنبې پر ورځ له خلکو د ارامۍ غوښتنه وکړه او له امریکایانو یې وغوښتل چې د محکمې پرېکړه ومني.

په سیمه کې د بي بي سي خبریال علیم مقبول وايي د دوشنبې پر ورځ د محکمې له پرېکړې وروسته یې د اګست د میاشتې په پرتله لا ډېر لوټمار او ورانکاري ولیده.

"له کنتروله بهر"

ښاغلي بېلمر وویل پولیسو ۲۹ کسان نیولي او د پلورنځایونو د لوټېدو راپورنه هم ورکړل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه "سوله ایزې مظاهرې نه تر سترګو کېدې چې زه یې مایوسه کړم. په خواشینۍ سره حالت له کنتروله بهر شو".

نوموړي همدا راز وویل:

"فکر نه کوم زموږ چمتووالي کې کمی و. خو که رښتیا ووایم، تر هغو چې مو دلته د ۱۰ زره په شمېر پولیس نه وي ځای پر ځای کړي نو د هغو خلکو مخه نه شو نیولی چې ورانکاري غواړي".

د میزوري ایالت والي جې نیکسن د محکمې له پرېکړې مخکې په احتیاطي ډول د ملي ګارد ځواکونه را بللي وو خو داسې برېښي چې دغه ځواکونه د بلواګرو د مخنیوي لپاره و نه ګومارل شول.

مظاهره کونکو پر پولیسو د ښیښه يي بوتلونو ګوزارنه کول، پولیسو یې پر اوښلن غاز ځواب ورکاوه.

یوه مظاهره کونکي چارلیس مېلر بي بي سي ته وویل دی د تاوتریخوالي پلوی نه دی خو د خلکو غوصه درک کولی شي.

نوموړي وویل: "دا ساده خبره نه ده چې یو بې وسلې ۱۸ کلن زلمی په ډزو ووژنې، که موضوع هر څه وي".

"دی بې وسلې و او ته وسله په لاس د قانون چارواکی یې چې د جګړې لپاره روزل شوی یې. نو زه فکر کوم د خلکو غوصه پر ځای ده".

له لاس اینجلس نیولې تر نیویارکه د امریکا په نورو ښارونو کې هم زرګونو خلکو مظاهرې کړې دي.

ورته مطالب