اردوغان: ښځې او سړي سره برابر نه دي

د انځور حقوق Reuters
Image caption نوموړي همدار راز وویل فیمینستانو په اسلام کې د مور واله په اهمیت ځانونه نه دي پوه کړي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي ښځې له سړو سره برابرې نه شو بللی او پر فیمینستانو یې تور لګولی چې دوی مور واله له پامه غورځوي.

ښاغلي اردوغان استنبول کې یوې غونډې ته وویل: "ښځې او سړي برابر نه شو ګڼلی. دا د طبیعت خلاف کار دی".

نوموړي همدار راز وویل فیمینستانو په اسلام کې د مور واله په اهمیت ځانونه نه دي پوه کړي.

په استنبول کې د بي بي سي خبریال مارک لوین وايي د ښاغلي اردوغان څرګندونې عموما د ده د پلویانو او وفادارانو د خوښۍ لامل ګرځي خو د لیبرالو رای ورکونکو د غوصې سبب کېږي.

هغه ترکان چې سېکولرې نظریې لري وايي د حکومت د ټولنیزو پالیسیو له کبله یې هېواد پر یو خطرناکه لور روان دی.

ښاغلي اردوغان تر دې وړاندې له ښځو غوښتي وو چې درې ماشومان وزېږوي او ماشوم غورځول او د جراحي عملیاتو له لارې د ماشوم زېږول یې غندلي وو.

(نازکه طبیعت)

د نوموړي وروستۍ څرګندونې په استنبول کې د ښځو په یوه کنفرانس کې مخې ته راغلې دي.

د اناتولیه خبري اژانس وايي ښاغلي اردوغان ویلي: "د کار په ځای کې تاسې له یوه سړي او یوې میندوارې ښځې سره ورته چلند نه شئ کولی".

نوموړي زیاته کړه ښځې هغه ټول کارونه نه شي کولی چې سړي یې کوي ځکه دا یې د "نازکه طبیعت" خلاف کار دی.

ده وویل: "زموږ دین مور واله ته په ډېر درنښت ګوري. فیمینستان پر دې خبره نه پوهېږي، دوی مور واله له پامه غورځوي".

نوموړي وویل ښځې برابرۍ ته نه بلکې برابر درناوي ته اړتیا لري.

ښاغلي اردوغان همدا راز وویل د توکمپالنې، یهود دښمنۍ او ښځو د ستونزو په ګډون د نړۍ د ډېرو مسلو د حل لاره عدالت دی.

د ترکيې ولسمشر ډېر ځله پر خپلو دغه ډول څرګندونو جنجال را پارولی.

تېره میاشت ده ادعا کړې وه چې امریکا تر کرسټوفر کولمبوس ۳۰۰ کاله مخکې مسلمانانو کشف کړې ده.

د ترکيې د لومړي وزیر په توګه په ۱۱ کلونو کې ښاغلی اردوغان د سیمه ایز سیاست پر یوه مهم لوبغاړي بدل شو.

خو د سوریې د کړکېچ له امله او پر ده د دیکتاتورۍ د تورونو له کبله د نوموړي په شهرت کې کموالی راغلی دی.