کوټه کې وسله والو د ګوزڼ ضد څلور واکسیناتوران وژلي

د انځور حقوق AFP
Image caption پاکستان کې سخت دریځو د ګوزڼ ضد واکسین بند کړي او پر واکسیناتورانو پرله پسې بریدونه کوي.

د پاکستان بلوچستان ایالت کوټه کې د ګوزڼ ضد واکسین پر کارکوونکو برید کې د درو مېرمنو په ګډون لږترلږه څلور کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د سریاب تاڼې آمر عمران قریشي وايي، برید د چارشنبې پر ګهیځ د کوټې ښار په ختیځه بای پاس سیمه کې شوی.

د پولیسو د دغه افسر په وینا، د ګوزڼ ضد مامورین په یوه ویګن کې له سیمې ته د ښار پر لوري روان وو، چې نامالومو وسله والو ډزې ورباندې وکړې.

دی وايي، په ډزو کې د واکسین د ډلې دوې مېرمنې ځای پرځای وژل شوې او روغتون ته پر لاره د یوې ټپي شوې مېرمنې او یوه ټپي سړي ساګانې ختلې دي.

مرستندویه کارکوونکوي ویلي، په ټپیانو کې دوې مېرمنې هم دي.

عمران قریشي وايي، برید کوونکو تر ډزو وروسته له سیمې پښې سپکې کړې دي، خو پولیس وايي، پل یې پسې اخیستی او د موندلو هڅې یې کوي.

تر اوسه هېڅ کومې ډلې ددغه برید پړه نه ده منلې او نه یې هم په تور څوک نیول شوي.

پاکستان کې سخت دریځو اورپکو د ګوزڼ ضد واکسین بند کړي، او ډېره کله یې پر کارکوونکو مرګوني بریدونه کړي دي.

اټکل کېږي، چې د پاکستان بلوچستان کې روان کال د ګوزڼ ۱۲ نوې پېښې ثبت شوې دي.

پاکستان د نړۍ له هغو درو هېوادونو (نایجریا، افغانستان، پاکستان) څخه یو دی، چې د پولیو وایروس پکې لاهم فعال دی.

د انځور حقوق
Image caption د رسمي شمېرو له مخې، له ۲۰۱۲ کال راهیسې د ګوزڼ ضد پر مامورینو لسګونه بریدونه شوي، چې تر ۶۰ واکسیناتوران او یا د ګوزڼ ضد برخې کارکوونکي پکې وژل شوي دي.

د روان کال په لومړیو کې بلوچستان کې چارواکو ادعا کړې وه، چې ګني دغه ایالت له ګوزڼ پاک شوی دی، خو په تېرو څلورو میاشتو کې یوځل بیا د ګوزڼ پېښې وموندل شوې.

چارواکي وايي، په پولیو ډېری هغه ماشومان اخته شوي، چې مور او پلار یې د ګوزڼ ضد څاڅکو له ورکولو ډډه کړې ده.

د روان نومبر له ۱۲ د راتلونکي نومبر تر لسمې پورې د بلوچستان په ۱۱ ولسوالیو کې د ګوزڼ ضد ځانګړی کمپاین پیل شوی، چې په لړ کې یې تر ۱۳ سوه زرو د ډېرو ماشومانو د واکسینول په پام کې نیول شوي.

د رسمي شمېرو له مخې، له ۲۰۱۲ کال راهیسې د ګوزڼ ضد پر مامورینو لسګونه بریدونه شوي، چې تر ۶۰ واکسیناتوران او یا د ګوزڼ ضد برخې کارکوونکي پکې وژل شوي دي.

ورته مطالب