"د سپين پوستي پوليس د نه محاکمې پرېکړه غندو او ردوو"

د امريکا د متحده ايالتونو د ميزوري په ښار کې د وژل شوي تورپوستي هلک مايکل براون مدافع وکيل ويلي دي چې د پوليسو د سپين پوستي افسر د نه تورنولو په اړه د قضايه ډلې پرېکړه ردوي. بنيامين کرمپ وويل په دې اړه واردمخه نتيجې څرگندې وي. هغه زياته کړه د پوليسو له لوري به د نورو رنگونو ځوانانو وژل به دوام کوي او قضايه ډلې به ورته پرېکړې کوي.

" زموږځايي څارنوال له پوليسو سره خواخوږي لري، گټې يې سره ورته دي. په قضايه ډله کې هم سيمه ييزپوليس ناست وو. په کار داو ه چې دوى هغه کس محاکمه کړى واى چې په ډېرې بي رحمۍ يې زموږد ټولنې يوغړى وواژه. د قاضي گري او قاضي پاکس له خبرو موږته ډېره پخوا جوته شوې وه چې پايله به څه وي. تېره شپه هماغسي وشول."

خو هغه زياته کړه چې د مايکل بروان کورنۍ د تاوتريخوالي غندنه کوي.

زغم ولرئ

د انځور حقوق AFP

د ملگرو ملتونو سرمنشي بان کې مون په ميزوري ، فرگوسن اونورو ځايونو کې له احتجاج کوونکو وغوښتل چې له زغم نه کار واخلي او له تاوتريخوالي ډډه وکړي.

د ښاغلي کې مون وياند سټيفن دوجرايک وويل ښاغلي کې مون له امريکايي مشرانو وغوښتل چې په سوله ييزډول د احتجاجونو لپاره د خلکو له حقه دفاع وکړي.

"سرمنشي دمايکل براون له کورنۍ او د فرگوس ښار له خلکو سره پوره خواخوږي لري. نوموړى د فرگوسن او د امريکا د نورو ښارونو له خلکو هيله کوي چې د قضايه ډلې د پرېکړې پرضد خپل اعتراض په سوله ييزډول ترسره کړي او په تاوتريخوالي لاس پورې نه کړي. نوموړي د امريکا پرامنيتي ادارو هم غږکوي چې د خلکو د اعتراض کولو حق ته درناوى وکړي او اجازه ورکړي چې خپل نظر په سوله ييزه توگه څرگند کړي. هغه د مايکل بروان د موراوپلار هماغه غوښتنه تکراروي چې دا پېښىه بايد د يومثبت بدلون پيل شيبه وگرځي."

تازه دمه عسکر

د انځور حقوق AP

په همدې حال کې د ميزوري د ايالت والي ويلي دي چې د خلکو د ژوند او شتمنيو د ساتني په موخه به نور عسکر د فرگوسن ښار په واټونو کې ځاى په ځاى شي. والي جي نيکس وويل

"موږ بايد خپل کار ښه کړو،اوهمدا اوس به دا کار کوو. نن سهار او ماسپښين مې د ملي گارد او امنيتي مشرانو سره وکتل . ټول په دې سره سلا دي چې په فرگوسن کې د تېرې شپې تاوتريخوالى بايد تکرار نه شي. د همدې لپاره موږفرگوسن او شاوخوا سيمو ته تازه دمه امنيتي سرتېري راغوښتي دي. بايد د تېرې شپې په څېر بي قانونيو مخه ونيسو.په فرگوسن کې به د ملي گارد شمېرډېرېږي. دوى به چمتو وي چې د اړتيا پر وخت چټک غبرگون وښيي او د تاوتريخوالي مخه ونيسي"

د امریکا په فرګوسن ښار کې وروسته له هغې بلواوې او لوټمار پیل شو چې د سه شنبې په گهيځ محکمې د یو تور پوستي زلمي مایکل براون د وژنې په تړاو د یوه پولیس د نه تورنولو پرېکړه وکړه.

مایکل د یوه سپین پوستي پولیس ډرېن ویلسن له خوا د اګست پر نهمه په ډزو ووژل شو چې دغې پېښې مظاهرې را وپارولې.

ورته مطالب