له سوريې لندن ته ستانه شوي دوه وروڼه زنداني شول

د ختيځ لندن دوه وروڼه وروسته له هغه د محکمې له لوري زنداني شول چې دا يې ومنله چې سوريه کې د ترهگرو په يوه مرکز کې يې روزنه موندلې ده.

د ختيځ لندن دوه وروڼه وروسته له هغه د محکمې له لوري زنداني شول چې دا يې ومنله چې سوريه کې د ترهگرو په يوه مرکز کې يې روزنه موندلې ده.

دېرش کلن محمد نوازاو څلرېشت کلن حمزه نوازته د څلورنيمو او دريو کلونو بند سزا ورکړل شوې ده.

قاضي وي لچې وويل د دوى پام د سورېې پر رژيم و نه دا چې بريتانيا کې بريدونه ترسره کړي .

ده دا هم وويل په دې اړه هم کوم ثبوت نه و چې وښيي هغوى دې عملا په جگړه کې برخه اخيستې وي.

خو قاضي د خپلې پرېکړې تر اعلانولو مخکې وويل:

" ستاسو له تيليفونو ترلاسه شوي شواهد ښيي چې دواړه د سورېې هغو کمپونو ته ورغلي وئ چې ترهگر يې کاروي او غوښتل مو چې له تندلارو ډلو سره ملگري شئ"

د دواړو موبايل تيليفونونو کې د روزنيزو کمپونو يا مرکزونو عکسونه وو.

د بريتانيا د امنيت او کډوالۍ د چارو مرستيال وزير جيمز برکنشاير دې پرېکړې ته په غبرگون کې وويل:

" دې پرېکړې هغو کسانو ته چې بهر کې دترهگرو کړنو پلان او ملاتړ کول غواړي څرگند پيغام ورکړ چې بريتانيا ته په راستنېدو سره به له محاکمې سره مخامخ کېږئ"

د لندن پوليسو دا يوه لويه قضيه بللې او د خپل ډول لومړنۍ هغه ده چې د بريتانيا يوې محکمې ته وړاندې کېږي.

د پلټونکو مشرې ټيرې نېکلسن بي بي سي ته وويل دې دوسيې پسې نورې هم راروانې دي او کونۍ کولاى شي چې د تندلارۍ لوري ته د ځوانانو د ورتگ مخه ونيسي.

دې دواړو وروڼو ته په تېر اگست کې هغه وخت د پوليسو پام شو چې کورنۍ يې پوليسو ته د هغوى د بي درکه کېدو خبر ورکړ.

هغوي کور کې ويلي وو چې له کوره بهر ډوډۍ خوړلو ته ځي. خو په حقيقت کې هغوي د فرانسې په نيت وتلي وو، له هغه ځايه د هوا له لارې ترکيې اوبيا له وسله والو ډلو سره د ملگرتيا لپاره سوريې ته اوړيدلي وو.

دوى په سيپټمبر کې بېرته بريتانيا ته راستانه شول خود سرحدي پوليسو لخوا ونيول شول.

پوليسو له دوى سره د کلاشنيکوف کارتوس، موبايلونو کې يې د روزنيزو کمپونو عکسونه او د جگړې سيمې ويدويي عکسونه وموندل.

پلټونکي فکر کوي چې دواړو وروڼو تر ډيره خپل پلان شوى سفر پټ ساتلى و ، او د کورنۍ ځينو غړو خو يې آن فکر کاوه چې هغوي يوې مرستندويه موسسې سره د مرستې په نيت سکاتلند ته تللي دي .

خو وروسته کشري ورور حمزه نواز د انټرنېټ له لارې ځينو خپلوانو او محدودو ملگرو ته پيغامونو کې ليکلي وو چې سوريې ته تللي دي. ده پيغام کې زياته کړې وه چې دوى پوهېږي چې د کورنۍ ټول غړي به قهريدلي وي

که څه هم محمد او حمزه نواز د پوليسو د پلټنو پر مهال هيڅ هم نه دي ويلي خو وروسته د وکيل له لارې يو پيغام کې يې ويلي وو " بشري فعاليتونو کې گډون لپاره سوريې تللي وو"

دا خپل ډول لومړنۍ قضيه ده چې دوو کسانو ته په کې سزا ورکول کيږي، دغه راز نور څو کسان چې هغوى هم له سوريې راستانه شوي د محکمې لخوا سزا ورکولو ته انتظار کوي

ورته مطالب