مصر: حسني مبارک د وژنو قضیې کې بې ګناه بلل شوی

په مصر کې يوې محکمې نن (نوامبر ۲۹) ۲۰۱۱ کال کې د عرب پسرلي پاڅون پر مهال د لسګونو احتجاج کونکو د وژلو له توره پخواني ولسمشر حسني مبارک بې ګناه اعلان کړ.

پر ښاغلی مبارک هغه لګېدلي تورونه هم لرې کړل شول، چې اسراییلو ته د ګازو صادرولو لړ کې د مالي فساد کولو په اړه پرې لګېدلي وو.

ښاغلی مبارک د دغو تورونو له کبله دوه کاله وړاندې په عمري زندان محکوم شوی و، خو د استنياف يوې محکمې ده ته ورکړله شوې سزا د تنخیکي مسایلو له کبله ځنډولې وه.

ټاکل شوې وه دغه پرېکړه تېر سپټامبر مياشت کې وشي، خو قاضي ويلي و، د شواهدو رزولو لپاره نور وخت ته اړتيا لري.

د دغه هېواد د کورنیو چارو پخوانی وزیر حبیب العدلي او یو شمېر نور پخواني لوړپوړي چارواکي هم بري اعلان شوي دي.

ښاغلی حبیب العادلي په دغه هېواد کې د ۲۰۱۱ کال د لاریونونو په ترڅ کې د سلګونو کسانو په وژنه تورن و.

ویل کېږي د ۲۰۱۱ کال په لاریونونو کې چې د حسني مبارک د حکومت را پرځېدو لامل شول نژدې ۸۰۰ کسان وژل شوي وو.

دغو تورونو له لرې کېدو سره هم ۸۶ کلن حسني مبارک دا مهال د عامه شتمنیو لوټلو تورونو له کبله درې کلن زندان تېروي.

ورته مطالب