د نايجريا ولسمشر له امنيتي ځواکونو سره د خلکو مرسته غوښتې

د انځور حقوق Reuters
Image caption د بوکو حرام اورپکې ډلې څو ځلې د نایجریا په شمال کې د هېواد تر ټولو ستر ښار په نښه کړی دی

د نایجریا د دویم لوی ښار کانو په جامع جومات کې د وسله والو له خوا په یوه ډله ییز برید کې لسګونه کسان وژل شوي دي.

دغه برید تېره ورځ (نوامبر ۲۸) د جمعې د لمانځه پر مهال شوی چې په ترڅ کې یې لومړی دوو وسله والو ځانمرګي بریدونه وکړل او وروسته نورو پر تښتېدونکو کسانو ډزې پیل کړې.

دغه مرکزي جومات د کانو ښار د امیر او هلته د مسلمانانو اغېز لرونکی مشر محمد سانسوي ماڼۍ ته نږدې موقعیت لري.

امیر سانسوي په دغه جومات کې د لمانځه مشري کوي خو اوسمهال په سعودي عربستان کې دی.

پولیس وايي، په دغه برید کې ۳۵ کسان وژل شوي، خو هغه خبریالان چې په کانو کې روغتونونو ته ورغلي، وايي، چې د وژل شویو کسانو شمېر تر دې ډېر لوړ دی.

یوه خبریال ویلي، چې د ښار په لوی مړیستون کې یې په دغه برید کې د ۲۰۰ وژل شویو کسانو مړي شمېرلي.

د شپې د تیارې په خپرېدو خلکو د ګرځنده ټیلیفونونو د رڼا پر مټ له دغه بریده وروسته د خپلو ورکو شویو خپلوانو لټه کوله.

د نایجریا ولسمشر ګوډلک جنتن دغه برید غندلی، چې باور کېږي، د بوکو حرام وسله والې ډلې لخوا شوی دی.

ولسمشر ګوډلک جنتن له خپل ولس نه په ټينګه غوښتي، چې په شمال کې د اسلامي جنګياليو د نورو بريدونو د مخنيوي لپاره له امنيتي ځواکونو سره همکاري وکړي او پخپله د خپل هېواد ساتلو لپاره وسله پورته کړي.

تر اوسه هېڅ يوې ډلې د کانو په جامع جومات کې د چاودنې پړه پر غاړه نه ده اخیستې.

د انځور حقوق b
Image caption دغه مرکزي جومات د کانو ښار د امیر او هلته د مسلمانانو اغېز لرونکی مشر محمد سانسوي ماڼۍ ته نږدې موقعیت لري

خو داسې نښې نښانې شته چې دغه بريد دې بوکو حرام ډلې کړی وي چې د حکومت پر ضد مبارزه کې يې یوازې سږکال د زرګونو کسانو د وژل کېدو ادعا شوې ده.

د بوکو حرام اورپکې ډلې څو ځلې د نایجریا په شمال کې د هېواد تر ټولو ستر ښار په نښه کړی دی.

روانه میاشت کې د ښار امیر سانسوي پر خلکو غږ کړی و چې د بوکو حرام ډلې پر وړاندې له خپلو ځانونو دفاع وکړي.

امیر چې د سږ کال تر پیله هم د نایجریا د مرکزي بانک مشر و، عموما پر سیاسي مسایلو چوپتیا غوره کوي.

له بلې خوا د دغه هېواد پولیسو په یوه بل شمالي ښار میدوګوري کې پر لمونځ کوونکو باندې پلان شوی برید شنډ کړی دی.

امنيتي ځواکونه وايي، پر عبادت کوونکو د يوه بل بريد مخه نيولي او هغه ۶ بمونه يې شنډ کړي چې په يوه جومات او ورڅېرمه بازار کې ځای پر ځای شوي وو.

ورته مطالب