د کوباني ښار ګوټي تازه نښتو کې ۲۵ کسان وژل شوي

د انځور حقوق Getty
Image caption د دغه ښارګوټي د ولکې د تر لاسه کولو جګړه کې سلګونه کسان وژل شوي

د سوریې په کلابند شوي سرحدي ښارګوټي کوباني کې د اسلامي دولت وسله والې ډلې او کوردي جنګیالیو تر منځ جګړې زور اخېستی دی.

د اسلامي دولت ډلې جنګیالیو څلور ځانمرګي بریدونه کړي، چې د راپورونو له مخې لږ تر لږه ۲۵ کسان پکې وژل شوي دي.

لومړی برید د ترکیې پولې ته څېرمه شوی دی. فکر کېږي، چې دا لومړی برید دی، چې د دواړو هېوادونو تر منځ دغه ځمکني بندر ته نژدې کېږي.

کوردي جنګیالي وايي، چې دغه بریدګر د ترکیې له پولې ور اوښتی و، خو ترکي چارواکي دا خبره نه مني.

ترکیه له سوریې هېواد سره شاوخوا ۹۰۰ کیلومتره ګډه پوله لري.

د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونه له کوردي ځواکونو سره د هوايي بریدونو پر مټ د کوباني په دفاع کې مرسته کوي.

د دغه ښارګوټي د ولکې د تر لاسه کولو جګړه کې سلګونه کسان وژل شوي او تر دوو لکو زیاتو کسانو یې له امله خپل کورونه پرېښي دي.

له دې وړاندې د سوریې د بهرنیو چارو وزیر ولید المعلم ویلي و، د امریکا له خوا له تېرو دوو میاشتو راهیسې پیل شوي هوايي بریدونه د اسلامي دولت وسله والې ډلې په ځپلو کې پاتې راغلې.

نوموړي له لبناني تلویزون سره په مرکه کې ویلي و، د دغې ډلې د ځپلو یوازنۍ لار دا ده، چې په وینا یې ترکیه اړه کړل شي، چې د وسله والو د تګ راتګ د مخنیوي لپاره خپلې پولې کلکې کړي.

ښاغلي معلم د ترکیې له خوا د سوریې پر شمال د نه الوت سیمې د رامنځته کولو وړاندیز هم غندلی و او ویلي و، چې دغه راز یو ګام به د سوریې د وېش لامل شي.

ورته مطالب