د بحرین پارلمان زیاتره څوکۍ سنیانو وګټلې

د انځور حقوق AP
Image caption د بحرین د وګړو شمېر نژدې ۱،۵ میلیون دی، چې ۵۵ سلنه یې له بهره ورغلي کاریګر دي

بحرین چارواکو اعلان کړی، چې سني ډلو د پارلمان د وروستیو ټاکنو په پایله کې زیاتره څوکۍ ګټې دي. دا په بحرین کې له ۲۰۱۱ کال راهیسې د شیعه پاڅونونو د ځپلو له وخت راهیسې لومړنۍ ټاکنې دي.

د الوفاق جبهې په نامه د شیعه ګانو یوه لوی ګوند دغه ټاکنې غندلې او له ملنډو سره یې ورته بللې دي.

دغې جبهې د ۲۰۱۱ کال تر ټاکنو وروسته له پارلمان نه د احتجاج په توګه خپل استازي وایستل.

سني کاندیدانو ـ چې اسلامپالي هم پکې وو ـ وکړای شو چې د پارلمان له ټول ټال ۴۰ څوکیو څخه ۲۷ یې خپلې کړي، خو په مقابل کې یې شیعه ګانو ایله ۱۳ څوکې وګټلې، چې درې یې د ښځو لپاره وې.

که څه هم د اخوان المسلمین ګوند په ګاونډي متحده عربي اماراتو کې ممنوع ګرځول شوی، خو کاندیدانو یې بیا هم پارلمان کې ډېرې څوکۍ وګټلې.

فرصت

بل خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند جین ساکي ویلي دغو ټاکنو د بحرین ټولو وګړو ته دا فرصت ورکړ چې خپل غږ پورته او خپله رایه د خپلې خوښې کس ته ورکړي.

ساکي وايي، که څه هم له ټاکنو سره پرېکون شوی و، خو په ډېرې کامیابۍ سره ټاکنې ترسره شوې او هېوادوالو په ازاد ډول خپلې رایې وکارولې.

د انځور حقوق
Image caption د شیعه ګانو یوه لوی ګوند دغه ټاکنې غندلې او له ملنډو سره یې ورته بللې

د بحرین د عدلیې وزیر دغه ټاکانې ډېرې بریالۍ بللې دي، او وايي چې د سنیانو او شیعه ګانو ترمنځ لانجو ته پکې هېڅ ځای ورنه کړل شو. دغه وزیر ټینګار کړی،که څه هم ځینې د ټاکنو پر پایلو شکمن دي، خو د دوی د شک لیرې کولو لپاره به له درغلي کوونکو سره ارومرو قانوني چلند وشي.

بل خوا، د الوفاق په نامه جبهې ویلي، د ټاکنو په مهالوېشونو کې د ثبت شویو کسانو له منځه ایله ۳۰ سلنې وګړو رایې ورکړې دي، خو د ټاکنو کمیسیون بیا وايي چې په رای اچونه کې د خلکو ګډون ۵۲ سلنه و.

د بحرین د وګړو شمېر نژدې ۱،۵ میلیون دی، چې ۵۵ سلنه یې له بهره ورغلي کارګر دي.

په بحرین کې زیاتره وګړي شیعه ګان دي، خو د هېواد چارواکي له لږکیو سنیانو سره تړاو لري.

ورته مطالب