عراق ۵۰ زرو "خیالي پوځيانو ته" تنخاوې ورکولې

د انځور حقوق b
Image caption موصل په عراق کې تر پلازمېنې بغداد وروسته دویم مهم او لوی ښار دی

په پوځ کې د فساد په تړاو د عراقي حکومت له لوري یوې څېړنې ښودلې ده، چې عراقي حکومت د خپل پوځ په چوکاټ کې ۵۰ زرو "خیالي پوځيانو" ته تنخاوې ورکولې.

په څېړنه کې راغلي چې دغه "ناڅرګند" پوځيان یا خو هېڅ‌ موجود نه وو او یا دا چې پوځ کې یې یوڅه موده تېره کړې ده، بیا ترې وتلي خو معاشونه یې تر ډېره په منظم ډول ترلاسه کړي دي.

د عراق د لومړي‌وزیر له دفتره په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې حکومت ددا ډول تنخاوو د عاجلو درولو امر کړی دی.

خبریالان وايي، د عراقي پوځ د ننه د فساد خپراوی د هغې ناتوانۍ لامل ګڼل کېږي، چې د "اسلامي دولت" پر جنګیالیو دې غالب نه شي.

د عراقي لومړي وزیر حیدر العبادي ویاند رافد جبوري ویلي، دغه څېړنه هغه مهال پیل شوه، چې حکومت په وروستیو کې د معاشونو په اړه بیا کتنه پیل کړه.‌

ددغه حکومتي ویاند په خبره:"په وروستیو اونیو کې،‌ لومړي وزیر د هغو ناڅرګندو پوځيانو او په سین د لاهو شویو تنخاوو د څرک لګولو جدي امر وکړ،‌ چې د پوځ زیات مبلغ پیسې پکې لګول شوې خو د پوځ وړتیا هماغسې ده."

اټکل دی، چې دغه تنخاوې د عراقي پوځ په فساد او بډو د ککړو افسرانو لاسونو او جیبونو ته لوېدلي دي.

یوه عراقي افسر د نوم نه ښوولو په شرط‌فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي، د هغو ۵۰۰۰۰ ناڅرګندو پوځيانو د نومونو په لیست کې چې مفت معاشونه یې اخیستل، داسې کسان هم شته چې له پوځه ډېر مخکې وتلي یا په وروستیو عملیاتو کې وژل شوي دي.

د امریکا متحدو ایالتونو د صدام حسین د نظام تر ړنګولو وروسته د عراقي پوځ پر بیا رغونې میلیاردونه ډالر ولګول.

دغه ډالر په عراق کې د امریکايي جنرال پال بریمر په مشرۍ ولګول شول.

که څه هم امریکا د عراقي پوځ پر روزنې ډېرې پیسې لګولې دي، خو په وروستیو کې د "اسلامي دولت"ډلې له خوا د موصل ښار تر نیول کېدا وروسته ددغې ډلې پروړاندې د عراقي پوځ زور هم وخوت.‌

موصل په عراق کې تر پلازمېنې بغداد وروسته دویم مهم او لوی ښار دی.

ددغه‌ښار په سقوط‌سره د عراق ګڼې نورې شمالي او لوېديځې سیمې هم د "اسلامي دولت" لاسونو ته ولوېدې.‌

ورته مطالب