په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

هند کې د ښځو د مبارزې ویډیو په چټکۍ خپرېږي

هند کې د دوو خویندو یوه ویډیو چې درې هغه سړي وهي چې ویل کېږي دغه ښځې یې په یوه روان بس کې ځورولې، په ټولنیزو رسنیو کې په چټکۍ سره خپره شوې ده.

پولیس وايي دغه سړي نیول شوي او پر ښځو د لاس اچولو تور پرې لګول شوی دی.

شمالي ایالت هریانه کې د جمعې ورځې دغه پېښه بس کې یوه مساپر پر خپل موبایل تیلیفون ثبته کړې ده.