پر 'سوني پیکچرز' شرکت د انټرنېټي برید پلټنه کېږي

د انځور حقوق AFP
Image caption د سوني پېکچرز د فلم جوړونې شرکت کمپیوټرونه یوه اونۍ وړاندې له کاره ولوېدل

د سوني پېکچرز په نامه امریکايي فلم جوړوونکي شرکت باندې د هغه انټرنېټي برید په اړه پلټنې کېږي، چې پر مټ یې د دغه شرکت کمپیوټري سېستم غیر فعال شوی او ځینې هغه فلمونه یې پر انټرنېټ پر لیکه شوي، چې تر اوسه په رسمي ډول نه دي خپاره شوي.

داسې ناتایید شوي رپوټونه دي، چې د دغه برید تر شا به د شمالي کوریا لاس وي، ځکه دغه هېواد ګواښ کړی، چې د سوني د یوه راتلونکي فلم په اعتراض کې به ګام پورته کړي.

د دغه کومیډي فلم موضوع د امریکا د څارګرې ادارې CIA یوه دسیسه ده، چې پر مټ یې د شمالي کوریا د واکمن کېم جونګ اون د وژنې هڅه کېږي.

ګلستان شینواری یې په اړه جزیات لري.

د سوني پېکچرز د فلم جوړونې شرکت کمپیوټرونه یوه اونۍ وړاندې له کاره ولوېدل چې په دې پېښې پسې جوخت انټرنېټي بریدګرو د دغه شرکت لخوا جوړ شوي یو شمېر داسې فلمونه پر لیکه کړل، چې تر هغه مهاله په رسمي توګه لا نه وو خپاره شوي.

سوني پېکچرز هڅه کوي، چې د دغه انټرنېټي برید سرچینه او انګېزه مالومه کړي، خو دا چې تر اوسه په دې اړه کره مالومات نه دي تر ګوتو شوي، په دې اړه پر انټرنېټ داسې شکونه را پارېدلي، چې دغه برید له شمالي کوریا سره تړي.

دغه هېواد د سوني د یوه فلم پر وړاندې سخت غبرګون ښوولی چې ټاکل شوې، د روانې میاشتې په اوږدو کې خپور شي. د دغه فلم موضوع د امریکا د څارګرې ادارې سي آی ای یوه داسې دسیسه ده، چې پر مټ یې د شمالي کوریا د واکمن کېم جونګ اون د وژنې هڅه کېږي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption شمالي کوریا د دوی د مشر کیم جونګ اون په اړه جوړ شوي فیلم په غوسه کړې ده

د پیونګیانګ حکومت د ملګرو ملتونو سرمنشي او د امریکا ولسمشر بارک اوباما ته یو لیک استولی چې په ترڅ کې یې د مرکې په نامه د دغه فلم د بندولو غوښتنه کړې ده. په دغه فلم کې سېټ روګن او جیمز فرانکو مخکښ رولونه لوبوي.

د شمالي کوریا لخوا استول شوي لیک کې دا فلم یوه څرګنده ترهګریزه کړنه او یو جګړه ییز عمل بلل شوی دی.

کله چې د شمالي کوریا له یوه دولتي ویاند نه پوښتنه وشوه، چې ایا حکومت یې په یاد شوي انټرنېټي برید کې لاس لري، هغه په ځواب کې وویل ٫٫ انتظار وکړئ او ګورئ چې څه کېږي٬٬.

له بله پلوه د امریکا د فدرالي پلټنو ادارې FBI منلې چې د دې قضیې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي. دغې ادارې همداراز نورو امریکايي شرکتونو ته هم خبرداری ورکړی، چې نامالومو انټرنېټي بریدګرو یې پر وړاندې د ړنګوونکو ویروسونو یو برید پیل کړی دی.

ورته مطالب