د روسي کلاشنیکوف نوې بڼې

د انځور حقوق AFP
Image caption کلاشنیکوف تر نورو سپکو وسلو ارزانه او اسانه کارېدونکې وسله ده.

کلاشنیکوف جوړوونکي روسي شرکت ویلي، هوډ لري، چې د مسکو په یوه لویه ننداره کې د کلاشنیکوف جوړولو نوې طرح او ډیزاین وړاندې کړي.

کلاشنیکوف یا AK -47 د نړۍ په کچه تر ټولو مشهوره وسله ده.

دغه شرکت تولید شوي کلاشنیکوفونه تر ډېره بهر ته واردوي؛ همدا ده چې لوېدیځ هېوادونه هڅه کوي بندیز پرې ولګوي، په تېره بیا وروسته تر هغه چې روسیه د اوکراین په شخړه کې دخیله وګڼل شوه.

کلاشنیکوف د نورو وسلو په پرتله ارزانه وسله ده، چې کارول او ساتل یې هم ګران نه دي، کلاشنیکوف تر ډېره په اسیا، افریقا او لاتینه امریکا کې د ملي پوځ او ملېشو تر ټولو ډېره خوښېدونکې وسله ده.

د شمېرو له مخې، تر اوسه په ګرده نړۍ کې تر ۱۰۰ میلیون ډېر کلاشنیکوفونه خرڅ شوي دي.

د کلاشنیکوف بنسټګر او جوړوونکی میخاییل کلاشنیکوف تېر کال ومړ.

نوموړي تر مرګ مخکې د ارتودوکس کلیسا مشر ته په یوه لیک کې خپله دا اندېښنه او وېره ښودلې وه، چې که یوڅوک په کلاشنیکوف وژل کېږي، نو د قاتل په ګناه کې به دی هم ورسره شریک وي.

د کلاشنیکوف جوړوونکی شرکت اوس په مسکو کې د کلاشنیکوف د نوې بڼې په اړه د یوه لوی نندارتون هوډ لري.

د "مسکو ټایمز ورځپاڼې په حواله، د نندارتون په سالون کې به تور کالي اغوستونکې نجونې له کلاشنیکوفونو سره د کلاشنیکوف د یوې زېرمې ترڅنګ ولاړې وي.

د "نن روسیه" وېبپاڼې پربنسټ، د کلاشنیکوف تولیدوونکي شرکت په انګلیسي ژبه د "سولې ملاتړ" او په روسي ژبه د "سولې وسله" په نومونو د کلاشنیکوف دوه نوي شعارونه جوړ کړي دي.

دغه شرکت وايي "یوازې په ۲۰۱۴ کال کې یې نژدې ۱۳۰ کلاشنیکوفونه خرڅ کړي، په دې مانا چې تېر کال یې د دې شمېرې ایله نیمايي خرڅ کړي وو."

د کلاشنیکوف شرکت تنفیذي مشر کسي کیروشکو ویلي، دغه شرکت "اوس پر یوه نوې طرح کار کوي، چې وکړای شي د ۲۰۲۰ کال تر راتلو پورې هر کال ۳۰۰ زره وسلې تولید کړي."

د انځور حقوق AFP
Image caption د شمېرو له مخې، تر اوسه په ګرده نړۍ کې تر ۱۰۰ میلیون ډېر کلاشنیکوفونه خرڅ شوي دي.

دی زیاتوي: "پر روسیې بندیزونه پر کاناډا او امریکا د ۲۰۰ زرو کلاشنیکوفونو د پېر او پلور د معاملې د بندېدو لامل شول"، چې په وینا یې "امریکايي بازار موږ ته ډېر مهم دی."

پر روسیې دغه بندیزونه ددې لامل هم شوي، چې ددغه شرکت تبلیغات له خنډ سره مخامخ شي.

ورته مطالب