"اسلامي دولت" لیبیا کې پوځي روزنځایونه جوړ کړي

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په درنه ښار کې ځینو ملېشو له "اسلامي دولت" سره خپله خواخوږي اعلان کړې ده، خو ددوی د نفوذ په اړه څه نه دي ویل شوي.

یوه امریکايي جنرال ویلي، "اسلامي دولت" د لیبیا په ختیځ کې پوځي روزنځایونه جوړ کړي، خو امریکايي پوځ دا وضعیت له نژدې څاري.

لوېدیځ په لیبیا کې د سخت دریځو اسلامپالو له لوري پر کړکېچن وضعیت اندېښنه ښوولې ده.

په افریقايي سیمو کې امریکايي جنرال ډیویډ رودریګیز لیرې ګڼلې ده، چې ګني امریکايي پوځ دې لیبیا کې پوځ عملیات پیل کړي.

نوموړي په لیبیا کې د "اسلامي دولت" فعالتونه "ډېر ابتدايي او کوچني" بللي، او وايي چې ددغې ډلې یوشمېر وسله وال اوس پوځي روزنځایونو ته لېږدول شوي، چې شمېر یې د اټکل له مخې شاوخوا دوه سوه کسان دی.

دی وايي، امریکايي پوځ به د دوی کړنې او فعالیت وڅاري.

د ویلو ده چې د امریکا متحدو ایالتونو او نړیوالو ایتلافي ملګرو یې په عراق او سوریه کې د "اسلامي دولت" پروړاندې تر ۱۰۰۰ ځلې ډېرې بمبارۍ کړې دي، خو کله چې جنرال رودریګیز وپوښتل شول، چې آیا لیبیا کې د اسلامپالو روزنځایونه به په نښه کړای شي، ځواب یې "اوس نه" و.

دی وايي، ښکاري چې په لیبیا کې د "اسلامي دولت" جنګیالي په رضاکار له بهر څخه نه، بلکې په سیمه ییزه کچه له دغې ډلې سره یوځای شوي دي.

وړاندې څارونکو خبرداری ورکړی و، چې د لیبیا په درنه ښار کې د "اسلامي دولت" جنګیالي لیدل شوي دي.

د ویلو ده چې لیبیا له ۲۰۱۱ کال راهیسې چې معمر القذافي راوپرځېد، د ناامنیو څپو په سر اخیستې ده.

شنونکي وايي، په درنه ښار کې ځینو ملېشو له "اسلامي دولت" سره خپله خواخوږي اعلان کړې ده، خو ددوی د نفوذ په اړه څه نه دي ویل شوي.

ورته مطالب