استرالیا د کډوالو قانون سخت کړی

د انځور حقوق AP
Image caption د دغه قانون په ترسره کولو سره به هغه وګړي چې وکولی شي د استرالیا دولت په دې قانع کړي چې د دوی د کډوالۍ غوښتنه پر ځای ده د ۳ کالو ویزه به تر لاسه کړي

د جمعې په ورځ (دسمبر ۵) د استرالیا پارلمان "د کډوالۍ له قانونه څخه د اصلاح مادې" په لږ اکثریت سره تصویب کړې چې د دغه قانون پر بنسټ به کډوال یوازې کولی شي چې "لنډمهالې ویزې" تر لاسه کړي.

د نوې مصوبې پر بنسټ هغه څوک چې په استرالیا کې د کډوال په بڼه منل کېږي په دغه هېواد کې به د ۳ کالو د اوسېدو وېزه ور کول کېږي او داسترالیا دولت له قانوني ملاتړ نه به برخمن وي خو په دغه هېواد کې به دغو کډوالو ته به تل پاتې ویزه نه ورکول کېږي.

د دې مودې په پای ته رسېدو سره دا امکان شته چې د استرالیا دولت د دې ډاډ په ترلاسه کولو سره چې دغه کډوال خپل هېواد ته په ستنېدو له کوم ګواښ سره مخامخ نه دي، د دې لنډمهالو ویزو له بیا ورکړې څخه به ډډه وکړي.

د دغې لایحې د رامنځ ته کولو موخه په ښه توګه د ۳۰ زره کډوالو سمبالښت په ګوته شوی چې دمګړۍ په استرالیا کې شتون لري.

د دغه قانون په ترسره کولو سره به هغه وګړي چې وکولی شي د استرالیا دولت په دې قانع کړي چې د دوی د کډوالۍ غوښتنه پر ځای ده د ۳ کالو ویزه به تر لاسه کړي.

د استرالیا لومړي وزیر ویلي، استرالیا ته د بیړیو په وسیله د کډوالو د ورتګ د مخنیوي لپاره درې شرطونه اړین دي یو دا چې د دوی پر وضعیت پام ساتل د استرالیا له اصلي خاورې بهر، د بېړیو بېرته ګرځول او لنډمهالې ویزې ورکول دي.

نوموړي زیاته کړې چې دوه لومړي شرطونه یې عملي کړي او دا دریم شریط به هم عملي کړي.

د بښنې نړیوال سازمان پر دغه نوي قانون نیوکې کړې او ویلي یې دي چې په دغه مصوبه کې د بیا ارزونې د هېڅ ډول امکان وړاندیز نه دی شوی.

دغه سازمان ویلي، نوی قانون له نړیوالو حقونو سره په ټکر کې دي ځکه چې د کډوالو په بېرته ستنولو سره د دوی په خپلو هېوادنو کې له تاوتریخوالي سره د مخامخ کېدو په تړاو څه نه دي ویل شوي.

د بښنې نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې د دغه قانون په ترسره کولو سره کیدای شي د ريښتینو پناه غوښتونکو حقونه هم تر پښو لاندې شي او حتی کېدای شي هغوی د خطر له ګواښ سره هم مخامخ شي.

ورته مطالب