بډایه هېوادونو د سوري وګړو بار پر بې وزلو هېوادونو اچولی

د انځور حقوق AP
Image caption په سوریه کې شخړه د ۲۰۱۱ کال په مارچ میاشت کې د نظام پرضد په مظاهرو پیل شوه

د بښنې نړیوال سازمان ویلي، بډایه هېوادونو په کافي اندازه سوري کډوال نه دي منلي، خو د سوریې بې وزله او لږ امکانات لرونکو ګاونډیو هېوادونو د سلګونو زرو کډوالو بار ته اوږه ورکړې ده.

دغه سازمان، چې مرکز یې په لندن کې دی، په جنیوا کې د تمویلوونکو د ناستې تر جوړېدا مخکې د بډایه هېوادونو دریځ 'ټکان ورکوونکی' بللی دی.

د امنسټي انټرنېشل په اعلامیه کې راغلي، پنځو هېوادونو (اردن، لبنان، عراق، ترکیه او مصر) ۳،۸ میلیون سوري کډوال پخپله غېږ کې نیولي، خو د نړۍ نورو پاتې هېوادونو ایله ۱،۷ په سلو کې دغه شمېر کډوالو ته ځای ورکړی دی.

دغه سازمان وایي، خلیجي هېوادونو، روسیې او چین یوه کډوال ته هم پناه نه ده ورکړې، چې په وینا یې د خلیجي هېوادونو له لوري د سوري کډوالو نه منل 'د شرم خبره' ده.

په اعلامیه کې راغلي، ملګرو ملتنو د ۳۸۰ زره کډوالو وضعیت ډېر ناوړه ښودلی، چې په دوی کې زیاتره یې بې خپلوانو ماشومان او یا د واکمن نظام د ظلم له کبله وتلي دي.

دغه سازمان وايي، هېوادونه باید یوازې د مالي مرستې په وړاندې کولو سره د خپل ضمیر په ارامولو بسنه ونه کړي.

په سوریه کې شخړه د ۲۰۱۱ کال په مارچ میاشت کې د نظام پرضد په مظاهرو پیل شوه بیا وسله والې نښتې پیل شوې چې په لړ کې یې سلګونه زره کسان ووژل شول او سلګونه زره نور سوري وګړي کډوال شول.

ورته مطالب