امريکايی يرغمل د ژغورنې هڅه کې وژل شوی

د انځور حقوق EPA

بريتانيا کې زېږېدلی امريکايی خبريال لوک سمرز او د جنوبي افريقا ښوونکی پيېر کورکي په يمن کې د ژغورنې يوې ناکامه هڅه کې د القاعدې اورپکو په لاس وژل شوي دي.

د شنبې عمليات د امريکا او يمن ګډو ځانګړو ځواکونو له لوري په جنوبي شبوه سيمه کې ترسره شول.

د امريکا ولسمشر باراک اوباما د ښاغلي سمرز وژلو غندنه کړې، او د "وژلو يو وحشي عمل" يې بللی دی.

دوی د عربي ټاپوزمې جنوب کې د القاعدې اورپکو له خوا نیول شوي وو، چې امريکا يې د القاعدې يوه وژونکې څانګه بولي.

دغه ډله د يمن ختيځ کې مېشته ده، او په ۲۰۱۱ کال کې د ولسمشر علي عبد الله صالح له پرځېدا راهيسې یې د ناراميو پېښو پر مهال چې دغه بېوزلی هېواد يې لړزولی، په خپله ګټه ملاتړ زیات کړی دی.

ولسمشر اوباما ويلي ده د ښاغلي سمرز او نورو يرغمل شويو د ژغورنې لپاره، چې په همدې ځای کې وو، د دغې چاپې امر ورکړی و.

ده وويل معلوماتو "دې ته اشاره کوله چې د لوک مېرمن په ښکاره خطر کې ده."

په دغو عملياتو کې يو شمېر اورپکي هم وژل شوي دي.

ښاغلي اوباما ويلي "هغه ترهګر چې زموږ هېوادوالو ته د زيان رسولو په لټه کې دي، د امريکا د عدالت اوږده مټ احساس به وکړي."

يوه امريکايي چارواکي نيويارک ټايمز ته ويلي ښاغلی سمرز چې ۳۳ کلن وو، داسې ښکاري کله چې چاپه لا روښانېده، د خپلو نيوونکو له لوري ويشتل شوی، او د امريکايي ځواکونو به ورسېدو په خورا بد ډول ټپي و.

خو د دغه چارواکي له وینا ويل شوي، کله چې دی د امريکا سمندري ځواکونو بېړۍ ته ورسول شو، له خپلو ټپونو یې سا ورکړې وه.

د ښاغلي سمرز خور له دې وړاندې د امريکا اسوشيېټېډ خبری اېجنسۍ ته ويلي وو، اېف بي ای يې ورته د ورور د مرګ خبر ورکړی و.

د خوشي کېدو اټکل

پر همدې وخت داسې راپورونه دي چې بل يرغمل پيېر کورکي بيا د اټکل له مخې د يکشنبې پر ورځ خوشي کېدونکی و.

دی له خپلې مېرمنې يولاندا سره د تېر کال مې کې د يمن دوهم ښار تعز کې تښتول شوی و.

مېرمن يې د تېرې جنورۍ پر ۱۰ مه له کومې فديې يا مالي ورکړې پرته خوشي شوه، او بېرته جنوبي افريقا ته ستنه شوې وه.

ښاغلی سمرز چې په ۲۰۱۳ کال کې په يمن کې تښتول شوی و، دا تېره اوونۍ په يوه وېډيو کې راڅرګند شوی و، او د مرستې غوښتنه یې کوله.

په وېډيو کې ښکارېده چې، په عربي ټاپوزمه کې د القاعدې يو اورپکی، که يې ناروښانه غوښتنو ته ځواب ونه ويل شي د وژلو ګواښنه یې کوي.