جنوبي وزيرستان کې د القاعدې مهم قومندان وژل شوی

د انځور حقوق AP
Image caption الشکري د القاعده مرکزې ډلې له مشرانو یو و او د بهرنیو عملیاتو مشرتوب یې کاوه

پاکستاني پوځ ادعا کړې، چې جنوبي وزیرستان کې یې د پوځي عملیاتو پر مهال د القاعده یو مهم قومندان عدنان شکري وژلی دی.

د پوځ عامه اړیکو ادارې له لوري یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې د پوځي استخباراتو هغو عملیاتو کې، چې د وزیرستان شین ورسک سیمه کې تر سره شول د القاعده یو مهم قومندان د دوو نورو کسانو په شمول وژل شوي دي.

د پوځ په وینا، له عدنان شکري سره د هغه یو ملګری هم وژل شوی او وايي، په نښته کې د پاکستاني پوځ یو سرتېری هم وژل شوی دی.

د پاکستاني پوځ عامه اړیکو ادارې مشر عاصم باجوه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د پاکستاني پوځ مشر جنرال راحیل شریف د هغو پوځیانو ډله ستایلې، چې دغو عملیاتو کې یې برخه اخیستې.

د پوځ اعلامیه کې ویل شوي، چې شمالي وزیرستان کې د پوځي عملیاتو له پیل وروسته شکري جنوبي وزیرستان ته تښتېدلی و.

شکري د القاعده مرکزې ډلې له مشرانو یو و او د بهرنیو عملیاتو مشرتوب یې کاوه.

د امریکايي څارګرې ادارې، ایف بي ای په خبره، شکري د ۱۹۷۵ کال د اګست په څلورمه سعودي عربستان کې زېږېدلی، خو وايي، نوموړي د ګیانا تابعیت درلود.

نوموړی برتانیا او متحدو ایالتونو کې د 'ترهکرۍ' پلانونو له کبله ۲۰۱۰ کې د نیویارک یوې محکمې تورن بللی و.

تورونو کې ویل شوي و، چې نوموړي لوېدېځو هېوادونو کې د خپلو ملګرو په وسیله د نیویارک سب وې سیسټم د په نښه کولو پلان درلود.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د نوموړي په اړه معلومات ورکونکو لپاره پنځه میلیونه ډالره انعام ټاکلی و.

ورته مطالب