د نوبل میډال په ۴،۸ میلیون ډالر وپلورل شو

د انځور حقوق Getty
Image caption واټسن په ۱۹۶۲ کال دغه جایزه او د سرو زرو یو میډال ګټلی و

امریکايي عالم جیمز واټسن د نوبل میډآل په ۴،۸ میلیون ډالرو پلورلی.

د ډي ان اې ترکیب د اکتشاف په برخه کې د امریکايي عالم جیمز واټسن له خوا د نوبل اخیستل شوی میډال په ۴،۸ میلیون ډالر وپلورل شو.

واټسن په ۱۹۶۲ کال دغه جایزه او د سرو زرو یو میډال ګټلی و.

دا لومړی ځل دی چې د یوه عالم په ژوند د هغه د شاهکارونو د برکت له کبله ترلاسه شوې جایزه په دومره لوړ قیمت پلورل کېږي.

واټسن ویلي، دغه میډال یې ځکه خرڅ کړ چې د پیسو یوه اندازه یې خیریه ټولنو او علمي څېړنو ته ورکړي.

د کریسټي د لیلام کور تمه لرله چې دغه میډال به په ۲،۵ میلیون یا ۳،۵ میلوین ډالر خرڅ شي.

واټسن وړاندې له فایننشال ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي و، پر هغه پورې دا تړل شوې وینا ردوي چې ګني د نژاد او ذکاوت ترمنځتړاو شته.

ورته مطالب