اوباما د امريکا دفاع نوى وزير اشتون کارتر ونوموه

ولسمشراوباما د پنتاگون يو پخوانى چارواکى اشتون کارتر د امريکا د دفاع نوي وزير په توگه نومولى دى. دى به له دې څوکۍ څخه تلونکي د چک هېگل ځاى نيسي خو کنگرس يې بايد نوماندي تاييد کړې.

ښاغلي اوباما سپينې ماڼۍ کې د يوه خبري کنفرانس پرمهال د ښاغلي کارتر نوماندي اعلان کړه.

"زه نن خوښ يې چې خپل نوماند چې د دفاع راتلونکى وزيربه وي اعلانوم. ښاغلى اشتون کارتر د خدمت سابقه لري اوڅه باندې ديرش کاله يې د حکومتي مامور، سلاکاراو عالم په توگه کارکړى. اشتون ته هغه ډول درناوى کېږي څه ډول چې زموږ د ملي امنيت مشرانوته کېږي"

تردې وړاندې ښاغلي کارتر د پنتاگون د وسلو رانيولو د ادارې مشر او بلکلنتن د ولسمشرۍ پرمهال د دفاع د مرستيال وزير په توگه دنده ترسره کړې ده.

هغه له ولسمشر اوباما مننه وکړه چې د دفاع وزارت د ستر مسووليت اعتباريې پرې وکړ.

"که پردې دندې تاييد شوم نو زه له تاسو سره ژمنه کوم چې زما تگلاره به ډېره ستراتيژيکه وي.دا ژمنه هم کوم چې له پوځ نه به مشوره اخلم اوبله داچي د نړۍ پر ټولو سترپوځي ځواک باور لرم چې زموږ د ولس خدمت کولاى شي"

د رپوټونو له مخې چگ هېگل له دې کبله د دفاع وزارت له څوکۍ څخه استعفا ته اړکړاى شوچې گواکې عراق او سوريه کې د داعش په وړاندې د ستراتيژۍ په گډون په ځنو مهمو مسالو کې د هغه او ولسمشر اوباما ترمنځ اختلافونه و.

ښاغلى کارتر داسې مهال د دفاع وزارت څوکۍ مسووليت پرغاړه اخلي چې د همدې مياشتې په پاى کې د امريکايي ځواکونو جگړييز ماموريت افغانستان کې پاى ته رسېږي خو امريکا د اسلامي دولت له اورپکو او ختيځ اوکرايين له روان کړکيچ سره د چلن په برخه کې له ننگونو سره مخامخ ده.

ورته مطالب