شمالي کوریا: پر سوني شرکت برید موږ نه دی کړی

د انځور حقوق sony pictures
Image caption شمالي کوریا دغه فلم د "ترهګرۍ عمل" بللی.

شمالي کوریا دا خبره رد کړې چې ګواکې دوی د هېواد مشر پر سر د جوړ شوي فلم په غبرګون کې د (سوني پکچرز) فلمونو شرکت کمپیوټري سیستم هک کړی خو برید یې "سم کار" بللی.

د برید له کبله د سوني شرکت کمپیوټرونه فلج شوي او د شمالي کوریا مشر په اړه د راتلونکي فلم (د انټرویو) یا (مرکه) کارکونکو شخصي مالومات پر انلاین خپاره شوي وو.

شمالي کوریا ویلي ښايي د دوی "ملاتړو او خواخوږو" کمپیوټرونه هک کړي وي خو ویلي یې دي دوی په کې ښکېل نه وو.

شمالي کوریا دغه فلم د "ترهګرۍ عمل" بللی.

د سوني پکچرز شرکت له خوا جوړ شوی دغه کومېډي فلم کې جیمز فرانکو او سیت روګېن د دوو خبریالانو رول لوبولی چې ورته د شمالي کوریا مشر کېم جونګ یون سره د مرکې اجازه ورکول کېږي.

د امریکا استخباراتي اداره (سي آی اې) بیا دغه دواړه خبریالانو ته د شمالي کوریا مشر د وژلو دنده ورکوي. ټاکل شوې فلم د دسمبر میاشت پای کې نندارې ته وړاندې شي.

د شمالي کوریا پر حکومتي خبري اژانس (کی سي این ای) خپره شوې یوه مقاله د هېواد لوړپوړې پوځي ادارې له خولې وايي په برید کې د پیانګیانګ ښکېلتیا "تشې اوازې" دي.

خو شمالي کوریا امریکا ته ګواښ کړی چې دغه هېواد "په ټوله نړۍ کې ګڼ شمېر ملاتړي او خواخوږي لري" چې ښايي دغه برید یې تر سره کړی وي.

په مقاله کې پر سوني پکچرز د "ترهګریز برید ملاتړ" او "د ستر مشر عزت ته د زیان رسولو" تور لګول شوی دی.

تېره اوونۍ چې د شمالي کوریا له یوه دیپلوماته د برید او په کې د دغه هېواد د ښکېلتیا پوښتنه وشوه نو ده وویل "صبر وکړئ، هر څه به څرګند شي".

د سوېلي کوریا په پلازمېنه سیول کې د بي بي سي خبریال سټیفن ایونز وايي دا به د شمالي کوریا له خوا د لوېدیځ پر وړاندې لومړی مضر حرکت نه وي او زیاتوي چې د فلم له ابتدايي صحنو داسې نه ښکاري چې ګواکې د شمالي کوریا مشر سپکاوی په کې شوی وي.

تېره اوونۍ په کلیفورنیا کې د سوني پکچرز شرکت کمپیوټري سیستم ګډوډ شو او هکرانو ځینې فلمونه نندارې ته له وړاندې کېدو مخکې انلاین خپاره کړل.

د دې تر څنګ دوی د سوني پکچرز شرکت د زرګونو کارکونکو او فلمي لوبغاړو د تنخا او امنیتي شمېرو مالومات هم خپاره کړل. خو داسې ښکاري چې د شمالي کوریا مشر په اړه جوړ شوی فلم د دوی له خوا پر انلاین نه دی خپور شوی.

د دوشنبې پر ورځ د سوني پکچرز شرکت وویل دوی یو شمېر هغه مهم خدمتونه بېرته فعاله کړي چې له برید وروسته تړل شوي وو.

شرکت ویلي له امنیتي ارګانونو سره د موضوع د پلټنې پخاطر په ګډه کار کوي خو د شمالي کوریا د نوم یادونه یې و نه کړه.

د امریکا څارګرې ادارې (ایف بي آی) د پلټنو پخلی کړی. دغې ادارې د امریکا نورو شرکتونو ته هم خبرداری وکړی چې نا پېژندل شوو هکرانو نور ویجاړونکي بریدونه هم پلان کړي دي.

ورته مطالب