پوتین په اوکراین کې دایمي اوربند ته هیله من دی

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د فرانسې ولسمشر له قزاقستان نه د ستنېدو پر مهال روسیې ته تللی

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له خپل فرانسوي سیال فرانسوا اولاند سره په خبرو کې دا هیله مندي ښودلې چې ژر تر ژره په اوکراین کې د دایمي اوربند هوکړه وشي.

په اوکراین کې له پروسږ کاله راهیسې پیل شويو نښتو وروسته ښاغلی اولاند د لویدیځ لومړنی مشر دی چې له روسیې لیدنه کوي.

د اوکراین مرکزي حکومت او د دغه هېواد د ختیځ بیلتون غوښتونکو ترمنځ د سپتامبر په میاشت کې د اوربند هوکړه لاسلیک شوه خو له هغه مهاله راهیسې د دغه قرارداد د نقضولو څو پېښې رامنځ ته شوې.

مسکو هغو بندیزونو ته غوسه دی، چې د اوکراین په ختیځ کې د اورپکو د ملاتړ له کبله لویدیځې نړۍ پرې لګولي دي.

د فرانسې ولسمشر له قزاقستان نه د ستنېدو پر مهال روسیې ته تللی او د مسکو د هوايي ډګر په دیپلوماتیکه څانګه کې یې له ښاغلي پوتین سره لیدلي دي.

د روسیې د ولسمشر په وینا، اوکراین کې د تاوتریخوالي په تړاو يې هر اړخیزې خبرې درلودې.

ښاغلي پوتین وویل:"په اوکراین کې وضعیت د اندېښنې وړ دی او خلک وژل کېږي خو هیله لرم چې د اوربند لپاره وروستۍ هوکړه ژر تر ژر وشي".

د فرانسې ولسمشر له ټولو ښکېلو خوا غوښتي چې د سپتامبر پر پنځمه د لاسلیک شوې اوربند هوکړه پلي کړي.

ښاغلي اولاند وویل:" د فرانسې رول د تباه کوونکو ستونزو د حل لپاره لار موندل دي".

د اوکراین په پلازمېنه کې د دغه هېواد ولسمشر پېترو پوروشینکو ویلي، اوربند د ماتېدونکو برخو په اړه له بیلتون غوښتونکو سره د نویو خبرو لپاره پروګرام چمتو شوی دی.

ملګري ملتونه وايي، په اوکراین کې د اپریل میاشت کې له پیل شوي تاوتریخوالي راهیسې له ۴۳۰۰ نه ډېر کسان وژل شوي او شاوخوا یو میلیون کسان بې کوره شوي دي.

ورته مطالب