د ماشومانو ختنه (سنتول) د ایډز خطر کموي

د انځور حقوق
Image caption سنتول په ماشومانو کې د ادرار د عفونت ستونزې کموي

په امریکا کې د ناروغیو د مخنیوي او مبارزې یوه مرکز د نارینه وو د ختنې (سنتولو) په اړه یو لارښود خپور کړی، او له خلکو یې غوښتي، چې تر ۴۵ ورځو پورې خپل نظر وښيي، چې بیا وروسته دغه مرکز د سنتولو په اړه خپل وروستی لارښود خپور کړي.

دغه لیکل شوی ابتدايي لارښود د سنتولو د د ګټو او زیانونو د علمي شواهدو پربنسټ چمتو شوی، چې په ځانګړې توګه د ایچ آی وي ویروس د لېږد په اړه د مخنیوي په اړه ډېره پاملرنه پکې شوې ده.

ګټې

ختنه کول د جنسي اړیکې پرمهال د ایچ آی وي ویروس د لېږد خطر (له پنځوسو تر شپیتو سلنې پورې) کموي، یا په بله وینا، سنت شوی کس له یوې داسې ښځې سره د جنسي اړیکو پرمهال چې ایچ آی وي ولري، لږ امکان لري چې په ایچ آی وي ویروس اخته شي.

ددې سربېره، سنتول د تناسلي ناروغۍ Herpes خطر په سلو کې له ۳۰ تر ۴۰ پورې کمولی شي، او د هغو خطرناکو ویروسونو په مخنیوي مرسته کولی شي، چې له سرطان ناروغۍ سره نېغه اړیکه لري.

ارزونې ښيي، چې سنتول له ښځې نه سړي ته د ایچ آی وي ویروس د لېږد احتمال کموي.

دا هم پتېیل شوې ده، چې په سنت شویو نارینه وو کې د سرطان ناروغي کمه وي.

له یوې اوږدې مودې راهیسې په ځینو لوېدیځ ټولنیزو کړیو کې په دې خبره یو تود بحث روان دی چې د نارینه کوچنیانو ختنه کول د دوی د روغتیا لپاره څومره ګټوره ده، او د دې دود پالل له اخلاقي پلوه څومره د منلو وړ دی.

دا بحث په ځینو مواردو کې د علمي او روغتیایي پولو له برید نه د سیاست غولي ته هم ور اوښتی دی او په ځینو مذهبي او ټولنیزو کړیو کې یې ترخه غبرګونونه زېږولي دي.

ډاکټران لارښونه کوي چې د ختنې عملیه اړینه ده چې په یو سپېڅلي یا تعقیم شوي چاپېریال کې د روزل شوو ډاکټرانو په لاس ترسره شي.

ورته مطالب