اروپايي ټولنه د ترکیې 'داعش' ضد بشپړه همکاري غواړي

د انځور حقوق EPA
Image caption له آغلې موګریني سره په دې دوه ورځني سفر کې د اروپايي اتحادیې ځینې نور لوړپوړي چارواکي هم ملګري دي. دوی به له ترکیې وغواړي چې اورپکو ته له خپل قلمرو نه اجازه ورنه کړي چې شخړمنې سیمې ته ننوځي.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشره فدریکا موګریني ترکیې ته تللې، چې ددغه هېواد له مشرانو نه د ''اسلامي دولت'' پر وړاندې د جګړې په برخه کې د بشپړې همکارۍ غوښتنه وکړي.

له آغلې موګریني سره په دې دوه ورځني سفر کې د اروپايي اتحادیې ځینې نور لوړپوړي چارواکي هم ملګري دي. دوی به له ترکیې وغواړي چې اورپکو ته له خپل قلمرو نه اجازه ورنه کړي چې شخړمنې سیمې ته ننوځي.

د اروپايي اتحادیې یوه چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، ترکیه باید بهرني اورپکي په نښه کړي، او د خپل هوايي امنیت د خوندیتابه په اړه ځان ډاډه کړي.

له ترکیې نه د اروپايي اتحادیې لویې غوښتنې دا دي، چې د ''اسلامي دولت'' په څېر د اورپکو ډلو د مالي مرستو سرچینې وچې کړي او له خپلې خاورې د جګړې او شخړې سیمو ته د اورپکو د ورتګ مخه ونیسي.

خو ترکیې وړاندې ویلي وو، چې د اروپايي اتحادیې غړي هېوادونه پخپله باید د هغو اروپايانو د سفر مخه ونیسي، چې په سیمه کې له ''اسلامي دولت'' سره یوځای کېږي.

د اروپايي اتحادیې ددغه لوړپوړي پلاوي تر سفر ټیک یوه اونۍ مخکې انقرې ته د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم سفر کړی و.

اروپا له ترکیې دا هم غواړي، چې د اروپا له خوا پر روسیې لګول شویو بندیزونو ته ژمنه پاتې شي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د اروپايي اتحادیې ددغه لوړپوړي پلاوي تر سفر ټیک یوه اونۍ مخکې انقرې ته د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم سفر کړی و.
د انځور حقوق NA
Image caption موګریني اوس د اروپايي اتحادې د بهرني سیاست د مخکنۍ مشرې کاترین اشتون ځای ناستې ده

ترکیه د روسیې سوداګریز متحد دی، چې د اوکراین د کړکېچ له کبله پر روسیې د اروپايي اتحادیې له بندیزونو سره چندان موافقه نه وه.

آغلې موګریني له بي بي سي سره په مرکه کې ویلي، که څه هم د سوریې کړکېچ بروکسل کې د اروپايي اتحادیې له مرکز نه د حل لاره نه لری، خو دغه ټولنه باید د کړکېچ په هواري کې خپل رول ولوبوي.

هغې تمه وښوده، چې د ملګرو ملتونو سازمان د سوریې او په سیمه کې د داعش د اغېز کمولو په برخه کې اغېزناکه رول ولري.

دغه سفر ترکیې ته، چې له ۲۰۰۵ کال راپدېخوا له اروپايي اتحادیې سره د یوځای کېدو په لټه کې ده، ډېر مهم دی.

د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ تګلارې د مخکنۍ مشرې کاترین اشټون دغه نوې ځای ناستې هوډ لري چې د دغې ټولنې او ترکیې ترمنځ په اړیکو کې بدلون راولي.

د ویلو ده چې زرګونه اروپایان له "اسلامي دولت" او نورو سخت دریځو ډلو سره په سوریه کې یوځای شوي، چې ترکیه یې د ورتګ مهمه لاره ګڼل کېږي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption زرګونه اروپایان په منځني ختيځ کې له داعش او نورو سخت دریځو ډلو سره یوځای شوي
د انځور حقوق AP
Image caption ویل کېږي له 'داعش' سره ډېری یوځای کېدونکي سخت دریځه کسان د ترکیې له لارې ورځي

ترکیه ټینګار لري چې په اروپايي اتحادیه کې غړي هېوادونه باید د سخت دریځو اروپایانو په مخنیوي کې خپلې هڅې دوه برابره کړي، خو وايي اوس ترکیه د سوري کډوالو په کوربه توب کې ډېرې سرښندنې ته اړ شوې ده.

ورته مطالب