مکسیکو د یوه تري تم شوي زده کوونکي هویت تایید کړ

د انځور حقوق Getty Images
Image caption اورپکو د وژل شو کسانو مړي سوځولي او ایرې یې سند ته اچولې

د مکسیکو لوی څارنوال هیسوس موریو کارام وايي، روغتیايي چارواکو د ۴۳ بې درکه شویو زده کوونکو څخه د یوه هویت د هغه د ترلاسه شویو د بدن غړو په اساس څرګند کړی.

ښاغلی کارام وايي، پر هغه هډوکي څېړنې ترسره شوې چې د ګویررو په ایالت کې د خاورو خځلو په لوښي کې موندل شوی او د دغو څېړنو په پایله کې څرګنده شوې ډي ان اې د نادرکه شوي زده کوونکي الکساندر له ډي ان اې سره یو شان دی.

په تېر سپتمبر میاشت کې د مکسیکويي زده کوونکو تري تم کېدل په دغه هېواد کې د تاوتریخوالي او اداري فساد پرضد د لویو لاریونونو لامل شو.

د مکسیکو لوی څارنوال وايي، اورپکو د وژل شوو کسانو مړي سوځولي او ایرې یې په سند کې اچولې دي.

د مکسیکو لوی څارنوال خبریالانو ته ویلي، د ایګوالا په ښار کې د سپتمبر په ۲۶ دغه زده کوونکي په یوه اعتراضي غونډه کې حضور درلود چې وروسته له هغه په فساد کې ښکېلو چارواکو له خوا د اوپکو ډلې ته سپارل شوي.

د مکسیکو د څارنوال په وینا، زده کوونکي وروسته بیا وروسته د کاکولا ښار ته نژدې د خاورو خځلو غونډله ځای ته وړل شوي او هلته وژل شوي دي.

د دغو ناکراریو په درشل کې د مکسیکو د ولسمشر محبوبیت د هغه د کاري پیر په وروستیو ۲ کلونو کې ټېټې کچې ته رسېدلی.

د مکسیکو ولسمشر انریکا پینانیتو د دغو اعتراضونو له امله د اصلاحاتو پروګرام د دغه هېواد کانګرس ته وړاندې کړ چې پربنسټ یې د مکسیکو ۱۸۰۰ پولیس باید بدل شي او سیمه ییزو پولیس باید د فدرالي دولت تر واک لاندې راشي.

د دغو ورکو شو زده کوونکو په تړاو اورپکې ډلې، په فساد کې ښکېل چارواکي او محلي پولیس ۸۰ کسان نیول شوي.

د دغو زده کوونکو تري تم کېدو په تړاو د تېرې شنبې په ورځ مکسیکو کې لاریونونه وشول چې له دولت نه یې ددې پيښې په تړاو د حقیقت موندلو غوښتنه کوله.

ورته مطالب