شمال کې پر ۵ کلنې نجلۍ جنسي تېری کوونکی نیول شوی

Image caption د مدني ټولنو فعالان د دغسې پېښو عاملینو سره د سخت چلند غوښتنه کوي

د افغانستان شمالي ولایت بلخ کې چارواکي وايي، چې یوه ځوان پر یوې ۵ کلنې نجلۍ د دغه ولایت په شولګرې والسوالۍ کې جنسي تېری کړی و، چې وايي اوس دوی تېری کونکی نیولی دی.

د شولګرې والسوال سراج الدین عابد بي بي سي ته ویلي، چې دغه پېښه دوې ورځې مخکې د مهاجر قشلاق په کلي کې شوې وه.

د نوموړي په وینا د دغې پېښې لړ کې نیول شوی تورن کس ۱۹ کلن دی.

د شولګرې ولسوال وايي، پولیسو د دغې پېښې لومړنۍ څېړنې پیل کړې او ژر تر ژره به دوسیه څارنوالۍ ته واستوي.

دا وروستیو کې د افغانستان له بېلو سیمو نه پر ماشومانو د جنسي تېري او زور زیاتي پېښو یو شمېر رپوټونه ورکړل شوي دي.

یوه میاشت مخکې د تخار په رستاق ولسوالۍ کې پر یوې ۳ کلنې نیلوفر نومي نجلۍ جنسي تېری شوی و، چې دغې پېښې پراخ غبرګونونه پارولي وو.

دا نجلۍ له خپلو همزولو سره په لوبو بوخته وه چې د ګاونډي نارینه له خوا پرې جنسي تېری وشو.

په ظاهره ویل شوي و، چې تېري کونکي غوښتل، له تېري وروسته ماشومه ووژني، خو وايي د نجلۍ انا توانېدلې وه، چې هغه روغتون ته ولېږدوي.

له هغه وروسته د ماشومې د کورنۍ غړي کابل ته د ماشومې درملنې لپاره تللي وو.

د ماشومې پلار هغه مهال ویلي و، چې که انصاف و نه مومي، خپل ۵ ماشومان به د ارګ مخې ته ووژني او خپله به افغانستان پریږدي.

د مدني ټولنو فعالان معمولاً هېواد کې د دغه ډول پېښو له عاملینو سره د حکومت د سخت چلند غوښتنه کوي.

یو شمېر دغه فعالان دا هم وايي، چې دغه ډول قضیو کې له عاملینو سره د چلند لړ کې د حکومت زړه نازړه توب د دغو ناوړه پېښو ډېرېدو سبب شوی.

ورته مطالب