چین د اویغوري مسلمان فعال زده کوونکي بندیان کړي

الهام توهتي د انځور حقوق AP
Image caption څارنوالانو د توهتي پر نیول شویو زده کوونکو تور لګولی، چې ګني په شینجیانګ کې د تاوتریخوالي ډېرولو سابقه لري.

د اویغوري مسلمان فعال او د پوهنتون استاد الهام توهتي وکیل وايي، د چین حکومت د هغه د وکیل اووه زده کوونکي د بېلتون پالنې په تور بندیان کړي دي.

الهام توهتي هم د چین د حکومت له خوا د بېلتون پالنې په تور په عمري بند محکوم شوی.

دغه زده کوونکي چې تېره میاشت د چین په لوېدیځ شینجیانګ سیمه کې نیول شوي وو، د حکومت له خوا د درو تر اتو کلونو بند سزا ورته اورول شوې ده.

دوی تورن شوي، چې ګواکې د اویغوریانو په پلوۍ یې د توهتي له خوا په جوړه شوې وېبپاڼه کې فعالیت درلود.

توهتي په تېر سپتمبر میاشت کې د چین د حکومت له خوا د بېلتون پالنې او توکمي شخړو راپارولو په تور په عمري بند محکوم شو.

نوموړي په شینجیانګ کې د اویغوري مسلمانو لږکیو پروړاندې د چین پر چارواکو نیوکې کړې، چې ګني حکومت یې حقونه نه ورکوي او د مور مېرې چلند ورسره کوي.

خو توهتي د چین له خوا پرې لګول شوي تورونه ردوي، چې د هغه پر نیول کېدا هم ګڼو بشرپالو نیوکې کړې دي.

د بشري حقونو ډلو څو ځلې د توهتي د خوشي کېدو غوښتنې وکړې، د امریکا سپینې ماڼۍ او د بهرنیو چارو وزیر جان کېري هم د هغه د خوشي کېدو غوښتنه کړې وه.

د توهتي وکیل لي فانګپینګ وايي، ده ته د نیول شویو زده کوونکو د محاکمې په اړه د هغوی د وکیل له خوا په تېره دوشنبه خبر ورکړل شو.

د توهتي یوه بل وکيل لیو شیاوینګ هم د زده کوونکو د تورنېدو خبر تایید کړی دی.

(ګلوبل ټایمز) راپور ورکړی چې له تورنو زده کوونکو شپږ یې اویغوریان دي او یو د یي توکم له لږکیو څخه دی.

څارنوالان وايي، د اویغوریانو هغه آنلاین وېبپاڼه، چې د توهتي له خوا د هغه له زده کوونکو سره یوځای چلول کېده، د شینجیانګ د خپلواکۍ دفاع کوله.

د انځور حقوق AFP
Image caption د توهتي مېرمن غزال نور هم ویلي، چې د مېړه روغتیا یې له خطر سره مخامخ شوې ده.
د انځور حقوق AFP
Image caption د الهام لور جوهر توهتي د خپل پلار محاکمه بې عدالتي بولي.
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د پوهنتون استاد الهام توهتي په تېره جنورۍ کې ونیول شو

خو کله چې د توهتي د محاکمې وخت راغی، د بشري حقونو د څار ډلې وویل، توهتي په سوله ییز ډول د خپل ولس د حقونو ترلاسه کولو غوښتونکی دی.

څارنوالانو د توهتي پر نیول شویو زده کوونکو تور لګولی، چې ګني په شینجیانګ کې د تاوتریخوالي ډېرولو سابقه لري.

په اویغور کې د تاوتریخوالي پرمهال د چین پوځیانو ولسي خلک په عامه ځایونو کې په نښه کړل، چې تر پلټنو وروسته وژل شوي مسلمانان وو.

د اویغور فعالان وايي، چین په شینجیانګ کې خپل پوځي حضور پراخه کړی دی.

د انځور حقوق AFP
Image caption د توهتي وکیل لي فانګپینګ وايي، ده ته د نیول شویو زده کوونکو د محاکمې په اړه د هغوی د وکیل له خوا په تېره دوشنبه خبر ورکړل شو.

ورته مطالب