جګپوړی چینایی چارواکی د فساد په جرم بندي شو

د انځور حقوق Xinhua News Agency
Image caption د لیو تینان د محاکمې پرمهال د محکمې د ودانۍ مخې ته ګڼ خلک راغونډ شوی وو او د سیمه ییزو ادارو له فساد نه یې سر ټکاوه.

په چین کې یو پخوانی لوړ پوړي چارواکي له دې کبله په عمري زندان محکوم شوی، چې وايي شپږ میلیونه ډالره رشوت یې اخیستی دی.

لیو تینان وروستی لوړ پوړی چارواکی دی، چې د فساد پر ضد د ولسمشر شي ژينپینک د کمپاین لړ کې محکومیږي.

په رپوټونو کې ویل شوي، چې نوموړی له هغه وروسته د قانون منګولو ته وسپارل شو، چې ملګرې یې یوه خبریال ته د کاروبار لړ کې د بډو درغلیو او جعلي تعلیمي اسنادو په اړه وویل.

د چین د خبري رسنیو په حواله، په بیجینګ کې محکمې د ملي پراختیا او اصلاحاتو د کمیسیون پخوانی مرستیال لیو تینان چې د چین دولت کې لوړپوړی چارواکی و، تېر کال له خپلې څوکۍ لیرې کړای شو.

د چین د نظام په سیاسي چوکاټ کې د ملي پراختیا او اصلاحاتو کمیسیون د دغه هېواد په صنعتي تګلاره او د بهرنۍ او کورنۍ پانګونې جلبولو کې ډېر رول لري.

د انځور حقوق AP
Image caption ددغه اعلان تر خپرېدو مخکې د چین ولسمشر شي جین پینګ پخپلو حکومتي تشکیلاتو کې د فساد پرضد د جدي مبارزې ژمنه کړې.

تر دې مخکې، ددغه بنسټ دوه ټیټ پوړي چارواکي هم د محکمې له خوا په فساد تورن شوي وو.

د لیو تینان په حق کې د حکم اعلانولو پرمهال د محکمې قاضي نوموړی د هېواد د کارکوونکو د حقونو په پایمالولو تورن کړ.

د چین دولتي تلوېزیون د محکمې د حکم د اورولو پرمهال انځورونه خپاره کړي، چې ویل کېږي، ښاغلي لیو پر خپلو کړنو پښېماني ښودلې ده چې د محکمې د مشر قاضي له خوا وویل شول، دا چې ښاغلي لیو ټول اسناد څارنوالۍ ته ورکړي، نو د مجازاتو د کمولو مستحق ګڼل کېږي.

که چېرې د محکمې دغه مداخله نه وای، شاید لیو په اعدام محکوم شوی وای.

ددغه اعلان تر خپرېدو مخکې د چین ولسمشر شي جین پینګ پخپلو حکومتي تشکیلاتو کې د فساد پرضد د جدي مبارزې ژمنه کړې.

نوموړی د چین ولسمشر او د واکمن کمونیست ګوند عمومي منشي هم دی.

د انځور حقوق Reuters
Image caption لیو تینان د چین د اقتصادي تګلارې د یوه مهم بنسټ مرستیال و

هغه نژدې دوه کاله مخکې ژمنه وکړه چې د فساد پرضد مبارزه به یې د کار په لومړیتوبونو کې وي.

د لیو تینان د محاکمې پرمهال د محکمې د ودانۍ مخې ته ګڼ خلک راغونډ شوی وو او د سیمه ییزو ادارو له فساد نه یې سر ټکاوه.

ورته مطالب