مالي کې وروستی فرانسوی خوشی شوی

لازاریویچ د انځور حقوق AFP
Image caption سیرګي لازاریویچ د القاعدې له خوا تښتول شوی و.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند ویلي، هغه فرانسوی خوشی شوی، چې ټیک درې کاله مخک په مالي کې بندي شوی و.

خوشی شوی فرانسوی سیرګي لازاریویچ نومېږي، چې د ۲۰۱۱ کال په نومبر له یوه بل فرانسوي فیلیپ ویردون سره تری تم شو.

ویردون په "اسلامي مغرب کې د القاعدې شبکې" د وسله والو له خوا په مالي کې د فرانسوي پوځي مداخلې په غبرګون ک ووژل شو.

اولاند وايي، اوس هلته هېڅ کوم فرانسوی نه دی بندي.

د فرانسې ولسمشر دا هم ویلي، چې لازاریویچ نسبتاً روغ دی، چې دا مهال له نیجر نه فرانسې ته پر لار دی.

نوموړي د دغه فرانسوي د خوشي کېدو په اړه ډېر جزییات ورنه کړل.

د فرانسې حکومت د خپلو یرغمل وګړو د خوشي کېدو په مقابل کې د پیسو له ورکولو ډډه کړې وه.

په مالي کې د ۲۰۱۳ جنورۍ د فرانسوي پوځي مداخلې تر پیلدا مخکې، په اسلامي مغرب کې د القاعدې وسله والو په مالي کې ځینې لوېدیځوال تښتولي دي.

د انځور حقوق AP
Image caption د فرانسې ولسمشر دا هم ویلي، چې لازاریویچ نسبتاً روغ دی، چې دا مهال له نیجر نه فرانسې ته پر لار دی.

یو وخت د افریقا په لوېدیځ کې د تښتول شویو فرانسویانو شمېر ۱۴ ته رسېدلی و.

ورته مطالب