کراچۍ کې د القاعدې شبکې پنځه غړي نيول شوي

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ویل کېږي چې د القاعدې ډلې سربیره نورې نړیوالې سخت دریځې ډلې هم په کراچۍ کې فعاليت کوي

د پاکستان پولیس ادعا کړې، چې القاعده ډلې پورې تړلي ۵ سختدریځ وسله وال یې نیولي دي او وايي، په کراچۍ ښار کې د القاعدې شبکې مشر هم په نیول شویو کسانو کې شامل دی.

د کراچۍ د پوليسو مشر علی رضا وايي، په نیول شويو کسانو کې قاري شاهد عثمان، اسد خان، فواد خان، شاهد انصاري او عثمان عرف اسلام شامل دي، چې د کراچۍ په یوه کمپ کې نیول شوي دي.

پولیسو ادعا کړې چې له نیول شويو کسانو سره یې لس کیلوګرامه چاودیدونکي توکي هم نیولي دي. پولیس زیاتوي چې نیول شويو کسانو د القاعدې لپاره کار کاوه او په ښار کې د تاوتریخوالي په پېښو کې يې لاس درلود.

د کراچۍ پوليسو څو ځله د ترهګرو ډلې په نښه کړې دي.

بل خوا د پولیسو سرچينې وايي، نیول شوي کسان د القاعده شبکې د سویلي اسیا څانګې سره تړاو لري او داسې شواهد ورسره موندل شوي چې د سمندري ځواکونو پر يوه مرکز برید کې د دوی لاس لرل څرګندوي.

د روان کال په سپتمبر میاشت کې د پاکستان سمندري ځواک پر دوی د پلان شوي برید د ناکامولو ادعا کړې وه او ویلي وو چې په دغه هڅه کې یو سرتیری وژل شوی او ۷ نو ر ټپیان شوي.

په دغه بريد کې دوه سخت دریځي هم وژل شوي وو او څلور نور ټپیان وو.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف داسې شک څرګند کړی و چې په دغه برید کې له بریدګرو سره داخلي مرسته شوې، ځکه د برید په اړه د دریو میاشتو له تېرېدو سره سره د څېړنو پایلې اعلان نه شوې.

د برید پړه القاعده ډلې پر غاړه اخیستې وه او ویلي يې و په برید کې د دوی يو ملګری اویس جکهرانی وژل شوی دی.

دوی ويلي و هدف يې دا و چې د پاکستان د سمندري ځواکونو بیړۍ ولکه کړي او بيا د امریکا او هند پر سمندري ځواکونو برید وکړي.

ورته مطالب