اورپکي: په تېره میاشت کې د مرګوني بریدونو جزئیات

د بي بي سي او کنګز کالج څېړنې موندلې، د اورپکو بریدونو یوازې په یوه میاشت کې له ۵۰۰۰ ډېر کسان وژلي دي.

تر ډېره ملکي خلک د تاوتریخوالي ښکار شوي او د نومبر میاشت اورپکۍ پېښو کې له ۲۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

تر ټولو ډېر بریدونه د اسلامي دولت نومې ډلې کړي او په عراق او سوریه کې یې د مړو شوو شمېر خورا زیات کړی دی.

د دغو بریدونو لا نور جزئیات په لاندینیو نقشو کې موندلی شئ.

۸۰ سلنه مرګونه په څلورو هېوادنو کې را منځ ته شوي دي

په ټوله کې، د اورپکو په ۶۶۴ بریدونو کې ۵۰۴۲ کسان وژل شوي دي. دغه بریدونه په ۱۴ هېوادونو کې شوي او په منځني کچه هر ورځ ۱۶۸ کشان مړه شوي دي.

نږدې ۸۰ سلنه مرګونه یوازې په څلورو هېوادونو کې شوي: عراق، نایجریا، سوریه او افغانستان.

عراق تر ټولو خطرناک ځای و، ۲۳۳ بریدونو کې، له ډزو نیولې تر ځانمرګي چاودنو، ۱۷۷۰ کسان مړه شوي دي.

د انځور حقوق BBC World Service

په نایجریا کې ۷۸۶ کسان چې تقریبا ټول یې ولسي وګړي وو، د بوکو حرام په یوازې ۲۷ پېښو کې وژل شوي دي.

تر ډېره دغه پېښې سترې چاودنې او ډزې وې لکه د شمالي ښار کانو مرکزي جومات برید چې ۱۲۰ کسان په کې ووژل شول.

بوکو حرام کمیرون هېواد سره پر پوله هم بریدونه کړي چې ۱۵ کسان په کې وژل شوي دي. په ورته وخت کې، په ختیځې افریقا کې د الشهاب ډلې په سومالیه او کینیا کې ۲۶۶ کسان مړه کړي دي.

افغانستان کې د مړینو شمېره تقریبا نایجریا ته ورته ده (۷۸۲) خو تر ډېره په کې کوچني هدفي بریدونه شوي لکه په چاکوګانو د کندهار د مرستیال والي وژنه.

جنګ ځپلي سوریه کې شاوخوا ۶۹۳ کسان وژل شوي، ورپسې یمن دی چې ۳۷ بریدونو کې ۴۱۰ مړي شوي دي.

په تاوتریخوالي او وژنو کې ۱۶ اورپکې ډلې ښکېلې دي او تر ټولو ډېر مړي په کې اسلامي دولت ډلې کړي دي. دوی په عراق او سوریه کې ۲۲۰۶ کسان وژلي چې د مرګونو د ټولې شمېرې ۴۴ سلنه جوړوي.

د لندن په کنګز کالج کې د امنیتي زده کړو پروفیسور پيټر نیومن ویلي (د نړیوالې اورپکۍ په برخه کې که اسلامي دولت ډلې د القاعدې ځای نه وي نیولی نو لږ تر لږه یې ځان ورته نږدې کړی دی).

غبرګ چارټونه

د انځور حقوق BBC World Service

ولسي وګړي اصلي قربانیان دي

تر ټولو ډېر ولسي وګړي د بریدونو ښکار شوي او په ټوله کې ۲۰۷۹ ملکي کسان وژل شوي، ورپسې ۱۷۲۳ پوځیان دي.

خو په بېلا بېلو هېوادونو کې د وژل شویو شمېر خورا ډېر توپیر لري. په نایجریا کې نږدې ۷۰۰ ملکي وګړي وژل شوي چې لږ تر لږه ۵۷ یې ماشومان او یوازې ۲۸ یې پوځیان دي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د سي سي ټي وي کمرې یو ځانمرګی بریدګر ښيي چې له برید مخکې په ارامۍ د کابل امنیې قومندانۍ ته ورننوځي.

له دې سره په توپیر، په سوریه او افغانستان کې د مړه شویو پوځیانو شمېر د ولسي وګړو دوه برابره و.

د مړو شویو ۱۴۶ پولیس افسرانو ۹۵ یې په افغانستان کې و. افغانستان او سومالیه کې سیاستوال او نور چارواکي هم په نښه شوي او دغه ډول ۲۲ کسان وژل شوي دي.

بمونو او مرمیو تر ټولو ډېر وژلي

په مجموعي ډول بمونو تر ټولو ډېر ۱۶۵۳ کسان وژلي، ۶۵۰ په ځانمرګي چاودنو کې او ۵۵۵ د سړک غاړې ماینونو کې وژل شوي دي.

د ټوپک بریدونو کې لږ تر لږه ۱۵۷۴ کسان وژل شوي او ۶۶۶ مړینې د کمین سره تړلې دي چې ښايي ډېر په کې د ډزو پېښې وي.

۴۲۶ کسان اعدام شوي چې د راپورونو پر بنسټ له ۵۰ کسانو په سوریه، یمن او لیبیا کې سرونه پرې شوي دي.

بمباریو او هاوان بریدونو کې ۲۰۴ کسان وژل شوي او پر ۴۹ نورو کسانو د چړو بریدونه شوي دي.