اورپکۍ يوازې نوومبر کې تر ٥٠٠٠ ډېر کسان وژلي دي

د بي بي سي يوې پلټنې موندلې ده چې د اورپکۍ د مخامخې پايلې له امله يوازې نوومبر کې د نړۍ په لرو بر کې تر ٥٠٠٠ ډېرکسان وژل شوي دي.

د القاعدې او د هغې د اړوندو څانگو او ډلو له لوري د وژل شويو کسانو څيړنه ښيي چې دغه وژنې په څوارلسو هېوادونو کې شوي دي چې ډېر شمېر يې په عراق، نايجريا ، افغانستان او سوريه کې دي.

د دې پلټنې هدف دادى چې په يوه مياشت کې د نړيوالې اورپکۍ له کبله د رامنځ ته شويو بشري زيانونو اندازه معلومه کړې.دې هدف ته د رسېدا لپاره ټولې باوري سرچينې کارول شوي دي.

دا پلټنه د لندن کنگز کاليج کې د تندلارې توب د مطالعاتو له مرکز سره په گډه ترسره شوي ده.

دې پلټنه کې هغو رپوټ شويو بريدونو ته کتنه شوې ده چې د القاعدې، هغې پورې تړلو څانگو اوالقاعدې په شان ورته ايډيالوژۍ لرونکو ډلو له لوري ترسره شوي دي.

په ټوله کې په څوارلسو هېوادونوکې د ٥٠٤٢ کسانو د وژل کېدو رپوټ ورکړل شوى دى. په دې پلټنه کې هغه ١٠٠٠ وسله وال نه دي نيول شوي چې تېره يوه مياشت کې يې دوژل کېدو رپوټ ورکړل شوى دى.

دې پنځه زره کسانوکې تر نيمايي لږ ډېر ملکي وگړي دي.د اورپکو د قربانيانو ډېر شمېريې پوځيان دي چې د جگړې په ډگر کې وژل شوي دي.

وسله والو خپلو بريدونو لپاره بېل بېل تکتيکوکه کارولي دي چې په کې د وسلو ډزې ،کمينونه او پر لويو موخه بريدونه شامل دي.

دا پلټنه د دې بدلېدونکي اوپيچلي خوځښت په اړه يوه وړه څيړنه ده چې د هغې له مخې تېرنوومبر کې په هر ساعت کې اوه کسان وژل شوي دي.

ورته مطالب