اندونیزیايي ورځپاڼې اسلام ته د سپکاوي ادعا رد کړې

Image caption د کلمې دیني ارزښت ته په پام سره دغه کارتون ځینو مسلمانانو ته عاطفي ضربه رسولې ده.

د اندونیزیا ورځپاڼې (جکارته پوسټ) د خپل هغه خپاره شوي مطلب ننګه کړې چې په کې یو کارتون اسلامي دولت ډلې باندې نیوکه کوي. د ورځپاڼې پر مدیر د بدنامۍ تور لګول شوی دی.

کارتون د اسلامي دولت ډلې بیرغ ته ورته یو بیرغ، چې پرې د (لا اله الا الله) کلمه لیکل شوې، یوه کوپړۍ او هډوکي ښيي.

د کلمې دیني ارزښت ته په پام سره دغه کارتون ځینو مسلمانانو ته عاطفي ضربه رسولې ده.

ورځپاڼې دغه کارتون د "خبریالۍ یو مطلب" ګڼلی دی.

د اسلامي دولت اورپکې ډله سوریه او عراق کې په یوه وحشیانه جګړه کې ښکېله ده.

"سپکاوی نه دی"

دغه کارتون چې د جولای په دریمه خپور شوی، د اسلامي دولت ډلې د بیرغ بیضوي نښې پر ځای په کې یوه کوپړۍ او هډوکي لګول شوي خو د (لا اله الا الله) کلمه ترې نه ده لرې شوې.

کارتون کې، د اسلامي دولت ډلې بیرغ په څېر، د کوپړۍ نښې دننه د الله (ج) او محمد (ص) توري هم لیکل شوي دي.

د اندوینزیا د انګریزي ژبې مشهوره ورځپاڼې پوسټ ویلي، د کارتون موخه د تاوتریخوالي په کړنو کې د مذهبي نښو او مقدسو کلمو پر کارولو نیوکه کول وو.

خو د مسلمانانو ځینو ډلو ویلي کارتون د اسلام دین ته سپکاوی دی. د پوسټ ورځپاڼې د جولای پر اتمه بښنه وغوښته او پر خپلې "تېروتنې" یې خواشیني څرګنده کړه.

خو د پنجشنبې پر ورځ پولیسو د پوسټ ورځپاڼې مدیر مدیاتامه سریودینیګرات د مذهبي سپکاوي قضیې مشکوک ونوماوه.

د دې پرېکړې په غبرګون کې ورځپاڼې وویل: "موږ حیرانه یو ځکه حقیقت دا دی چې موږ کوم جرم نه دی کړی".

"موږ چې څه خپاره کړي وو هغه د خبریالۍ یو مطلب و چې د اسلامي دولت پر ډلې، چې د دین په نامه یې د تاوتریخوالي کړنې ترسره کړي، یې نیوکه کړې وه. دا په دې معنا ده چې د اسلامي دولت ډلې کارتون اسلام ته سپکاوی نه و".

د امنسټي انټرنیشنل په نامه د حقونو ډلې د پولیسو پرېکړه غندلې ده. دغې ډلې په یوې بیانیه کې ویلي دغه قضیه د ولسمشر جوکو دېدودو د هغو ژمنو خلاف کار دی چې ده په اندونیزیا کې د بیان ازادۍ په اړه کړې وې.

د پولیسو یوه ویاند بي بي سي ته وویل ښاغلی سریودینیګرات ښايي راتلونکې اوونۍ احضار شي. هغه ښايي د مذهبي سپکاوي په قضیه کې پر پنځو کلونو بند محکوم شي.

ورته مطالب