د بریتانیا اسلامي خیریه ټولنې 'ترهګرۍ' کې خپله ښکېلتیا رد کړې

د انځور حقوق AFP
Image caption دغه خیریه ټولنې د اسراييلو ادعاوې رد کړې دي

برتانیا کې اسلامي خیریه ټولنې ترهګرۍ سره خپلې اړیکې رد کړې.

د بريتانيا يوه مرستندويه ټولنه، چې اسراييل يې د ترهګرۍ په مالي مرستو تورنوي وايي، د فلسطين په اشغال شوې خاوره کې د دوی د فعاليتونو په اړه شوې ارزونه ښيي چې د ناسم کار په اړه يې هېڅ لاسوند نه شته.

اسراییلو لومړی ځل د روان کال په پیل کې اعلان وکړ چې په ټوله نړۍ کې د اسلامي مرستو نومي موسسې چې د بریتانیا تر ټولو لویه اسلامي خیریه موسسه ده، ویلي، چې په فلسطین کې له حماس ډلې سره مالي مرستې کوي.

اسراييلو ويلي دغه مرستندويه ټولنه د فلسطينۍ ډلې حماس په تمويل کې مرسته کوي، چې دوی او يو شمېر نور هېوادونه فکر کوي ترهګر سازمان دی.

په ټوله نړۍ کې د اسلامي مرستو په نوم دغې ټولنې د دوی د چارو د بيا ارزولو لپاره پخپله پیسې ورکړي، خو د ارزونې د مخکښې نړیوال شرکت نوم يې ځکه نه دی یاد کړی، چې وايي په سيمه کې حساسيتونه پاروي.

تېر کال بريتانيا په ټوله نړۍ کې د اسلامي مرستو دغې ټولنې ته نژدې پنځه ميليونه ډالر ورکړل او وايي، د دغې ټولنې ملاتړ ته به دوام ورکړي.

دغې ټولنې خپل لومړني فعالیتونه ۳۰ کاله مخکې د بریتانیا په برمنګهم ښار کې پیل کړل او د نړۍ له ۴۰ ډېرو هېوادونو کې فعالیت کوي.

دغه بنسټ لومړی ځل د زده کوونکو د یوې ډلې په مټ جوړ شو.

یاد بنسټ په روغتیايي پروژو، زده کړې او له یتمیانو سره د مرستې په برخه کې فعالیتونه کوي.

ورته مطالب