د سي آى اې مشر د تحقيقاتو د لانجمنو طريقو ننگه وکړه

د انځور حقوق AP

د امريکا د څارگرې ادارې سي اى اې مشر جان برينان امريکا کې د سيپټمبر يوولسمې له بريدونو وروسته د تحقيقاتو لانجمنو لارو چارو کارونې ننگه کړې ده.

په يوه نادره ټلويزيوني خبري کنفرانس کې ښاغلي برينان دا ومنله چې ځينې کارول شوي تخنيکونه بيرحمانه وو.

وروسته له هغې چې د سنا يو رپوټ د تحقيقاتو پرمهال د سې اى اې له لوري له ناوړه طريقو پرده پورته کړه د دغې څارگرې ادارې مشر جان برينان له خپلو کړنو ټينگه ننگه وکړه.

خو دايې ومنله چې تېروتنې شوې دي چې ده له شرمه ډکې وبللې: " سي ای اې دې ته چمتو نه وه چې د نیولو او پلټنو چاره پر مخ بوځي. زموږافسرانوهم ونشو کړای چې په پيل کې د فعالیتونو سمه څارنه وکړي. زموږ اداره ونه توانېده چې په چټکۍ سره د دې ماموریت لپاره اصولنامه جوړه کړي. په ځینو مواردو کې زموږ افسرانو د پلټنو پر وخت داسې ظالمانه تخنیکونه وکارول چې اجازه یې نه وه ورکړل شوې. ټول د دې کار غندنه کوي. په دې کې هم پاتې راغلو چې له ځینو افسرانو د تېروتنو په اړه پوښتنه وکړو."

ښاغلي برينان وويل له هغو تېروتنو چې سې اى اې کړي دي سترگې نه شي پټېدى او توجيه هم نه لري .

هغه د دغو تېروتنو له کبله بخښنه وغوښتله: " ځیني وخت د سي ای اې افسرانو له اصولنامه سرغړونه وکړه او ناقانونه تخنیکونه یې وکارول. له خپل واکه یې ناوړه ګټه پورته کړه. سختي یې وکړه. لکه څنګه چې مې وویل ظلم یې وکړ. ستاسې خوښه چې دې عمل ته هرڅه نوم ورکوی. خو زه پر دې کار پښېمانه یم. خو زموږ اداره له عیبه پاکه نه ده. موږ هم انسانان یو او نېمګړتیاوې لرو."

د څارگرې ادارې مشر وويل د سنا له هغه رپوټ سره اختلاف لري چې وايي له اختنو پوښتنو ترلاسه شوي معومات گټور نه و.

خو زياته يې کړه چې سې اى اې په خپلو چارو کې د اصلاحاتو د راوستو تابياکړې ده .

که څه هم ښاغلي برينان يو شمېر ښويېدنې او تېروتنې ومنلې خو له لويه سر ه يې پر دغه رپوټ سر ونه گراوه او زياته يې کړه چې د وخت ولسمشر د سيپټمبر له پېښې يوازې شپږ ورځې وروسته د دې پروگرام اجازه ورکړه چې پلي کول يې د سې اى اې دنده وه.

ورته مطالب