اورپکي اوس یوازې پر بسپنو تکیه نه کوي

Image caption اسلامي دولت نومې ډله په ټوله نړۍ کې تر ټولو شتمنه اورپکې ډله ده.

د نړیوالې اورپکۍ په پایله کې د وژل شویو په اړه بي بي سي پلټنه کړې او دا هغه کسان دي چې د نوومبر په میاشت کې د اورپکو له خوا وژل شوي دي.

بي بي سي موندلې چې یوازې په نومبر کې د نړۍ په لرو بر کې اورپکۍ ۵۰۰۰ تنه وژلي دي.

د القاعدې او ور سره تړلو ډلو له لوري په ۱۴هېوادونو کې تر نورو زیات بریدونه شوي دي.

زیات بریدونه په افغانتسان، عراق سوریه او نایجیریا کې شوي دي. اسلامي دولت نومې ډله په ټوله نړۍ کې تر ټولو شتمنه اورپکې ډله ده.

د بي بي سي په مرسته یوه تر سره شوې سروې ښيي چې څلور لوړکچې اورپکې ډلې په ګډه ۲،۶ ملیارده ډالر لري.

د څېړنې له پايلو جوته شوې چې اسلامي دولت نومې ډله له مالي پلوه په تاريخ کې تر ټولو ښه سمبال شوې هغه ده. کلني عوايد يې له دوه ميلياردو ډالرو ډېر اټکل شوي دي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption سرګي لزارویک (د انځور منځ کې) درې کاله مالي کې بندي و چې بیا خوشې شو خو فېلېپ ورډن (ښي لاس) ووژل شو.

که څه هم د اسلامي دولت ډله له شتمنو وگړو بسپنه تر لاسه کوي، خو اوسمهال يې د عوايدو ډېره برخه په تور بازار کې د تيلو پلور، له نامسلمانو وگړو جزيه اخيستل او پر سوداگرۍ لگول شوې ماليه جوړوي.

په افغانستان کې طالبان هم د اسلامي دولت ډلې ته ورته د عوايدو گڼې سرچينې لري، لکه د نشه يي توکو د قاچاق کنترول او په پراخه کچه باج اخيستنه، چې د عوايدو کلنۍ کچه يې ٤٠٠ ميليون ډالرو ته رسېږي.

سوماليا کې الشباب بيا خورا ډېره منظمه ډله بلل کېږي. سره له دې چې دغې ډلې د خپلې ولکې ډېره سيمه له لاسه ورکړې، خو بيا هم ډېرې پيسې جوړوي.

الشباب په نارسمي توگه گڼې ماليې لگولي دي. دغې ډلې همداراز يو شمېر اداري بنسټونه جوړ کړي او ان د ماليې خپل وزارت یې فعال کړى دی.

په متحده شاهي انسټېټيوت کې د مالي جرمونو او امنيتي مطالعاتو د مرکز مشر تام کيټنگ وايي نړېواله ټولنه تل په مالي برخه کې د دغه راز ډلو پرمختگ کم اټکلوي.

"تخصص لېږدول کېږي، د دغو ډلو د مالي چارو مسوول کس تل بهرنى وي. داسې يو وگړى وي چې له بل ځايه راغلى او له ځانه سره يې مالي پوهه او تجربه راوړې وي."

"د هغه پام او ځېرتيا کچه چې موږ يې پر دغو ډلو ور ټول ساتو بايد د دوى د خپلې پاملرنې له کچې سره برابره او يا ترې زياته وي. خو موږ يې کم اټکلوو."

د انسټيټيوټ د موندنو پر بنسټ د جهادي ډلو پر مالي اړخ د بريد لپاره تر ټولو ښه مهال د دغه راز ډلو د ودې لومړني پړاوونه دي، چې په لويه کچه د شتمنو پر بسپنو تکيه وي او هغوى د اقتصادي بنديزونو له لارې په نښه کېداى شي.

کله چې دوى د عوايدو بېلابېلې سرچينې ومومي نو هغوى ته د پيسو د بهير مخنيوى خورا ستونزمن کېږي.

ورته مطالب