پولترک: اوکراین باید پوځي بودیجه دوه برابره کړي

د انځور حقوق EPA
Image caption د امریکا په ګډون دې هېوادونو تر دې دمه له اوکراین سره یوازې غیر پوځي مرستې کړې دي

د اوکرايين د دفاع وزير سټيپن پولترک د اوکرايين د دفاعي بودیجې د دوه برابره کېدو اود پرسونل د ډېرېدوغوښتنه کړې ده.

پارلمان ته د وينا پر مهال ښاغلي پولترک وويل، د دې گام موخه داده چې نورې وسلې راونيولې شي او ختيځ اوکرايين کې د روسي پلوه بيلتون پالو پر وړاندې جگړه پرمخ بوتلل شي.

د دفاع وزیر پولتورک غوښتنه وکړه، چې په روان مالي کال کې دې دفاعي بودیجه تر درې ملیارده ډالرو هم لوړه شي.

له دې برخې به کابو ۱۱۰ میلیونه ډالر له بهرنیو هېوادونو د وسلو پر رانیولو لګول کېږي. په تېر کې کیېف له لویدیځو هېوادونو غوښتي و، چې د روسي بیلتون پالو پر ضد د جګړې لپاره اوکراین ته وسلې ورکړي.

خو د امریکا په ګډون دې هېوادونو تر دې دمه له اوکراین سره یوازې غیر پوځي مرستې کړې دي.

د ښاغلي پولتوراک له دې څرګندونو یوازې یوه ورځ وړاندې لومړي وزیرآرڅيني یاڅینیوک له اوکراین سره د مالي مرستو لپاره د یو نړیوال کانفرانس د رابللو غوښتنه وکړه.

د نړیوال صندق چارواکو اندېښنه ښودلې چې اوکراین ښايي د راتلونکي کال په مالي بودیجه کې د ۱۵ میلیارده ډالرو له کسر سره مخامخ شي.

خو په ختیځ اوکراین کې داسې ښکاري چې اوربند لا هم پر ځای دی.

ولسمشر پیترو پوروشنکو استرالیا ته د رسمي سفر پر مهال وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د لومړي ځل لپاره دواړو خواو اوربند ته غاړه ایښې.