سعودي کې یو امنیتي کس په ډزو وژل شوی

د انځور حقوق Reuters
Image caption د سعودي شیعه ګان ادعا کوي چې د سُنیانو پرتله په اسانۍ حکومت کې دندې نه شي موندلی.

د سعودي رسمي خبري اژانس ویلي، یوه ناپېژانده وسله وال کس د هېواد په ختیځ القطیف سیمه کې یو امنیتي کس په ډزو وژلی دی.

پېښه د القطیف په العوامیه سیمه کې شوې ده.

العوامیه سیمه وړاندې هم د لږکیو شیعه ګانو او امنیتي کسانو ترمنځ د تاوتریخجنو پېښو شاهده وه.

مظاهرې د ۲۰۱۱ کال په پیل کې د شیعه ګانو د تفرقې له منځه وړلو په موخه پیل شوې، چې هدف یې په هېواد کې د دیموکراتیکو اصلاحاتو راوستل وو.

له هغه وخت راهیسې په بېلابېلو نښتو او اړدوړ کې تر ۲۰ ډېر کسان وژلش ويو چې زیاتره یې د سیې اوسېدونکي دي.

پولیسو ویلي، ځینې کسان د متبادلو ډزو په لړ کې وژل شوي دي.

حقوقي فعالان وايي، ځینې کسان د سوله ییزو لاریونونو پرمهال په ډزو وژل شوي، خو حکومت دا ادعا نه مني.

د سعودي دغه ختیځه سیمه د روان کال په لومړیو کې د اړدوړ جوړولو په تور د پنځو شیعه ګانو د اعدام تر حکم وروسته ډېره ناامنه شوه.

د سعودي عربستان لږکي شیعه ګان ادعا کوي، چې د سُنیانو پرتله ورسره د مېرې چلند کېږي، په حکومتي سمې دندې نه ورکول کېږي.

حکومت د شیعه ګانو دا تورونه نه مني، او شیعه فعالان تورنوي، چې ګني پر امنیتي ځواکونو په بریدونو کې شیعه ګان بریدونو او اړدوړ جوړولو ته لمسوي، چې په وینا یې دا کار د بهرنیانو په استازیتوب کوي، چې نېغه نغوته یې ایران ته ده.

ورته مطالب